امریکا د ځواکونو وتلو لړۍ د څارنې په موخه افغانستان کې توغندیز سیستم فعالوي

امریکا د ځواکونو وتلو لړۍ د څارنې په موخه افغانستان کې توغندیز سیستم فعالوي


  • 3 کاله دمخه (29/04/2021)
  • نګینه ارشاد
  • 957

د امریکا مرکزي قومندانۍ اعلان کړی، چې د خپلو ځواکونو د خوندي وتلو لپاره په افغانستان کې د لرې او نږدې واټن ویشتونکی توغنديز سیستم ځای پر ځای کوي.

د امریکا اردو په خپله ټوېټرپاڼه لیکلي، دغه توغندي د شپې او ورځې دواړه وختونو کې ښه دقت لري، ۴۳ میله لرې نښه ویشتلی شي او له کویټ هېواد څخه به افغانستان ته انتقال شي.

د امریکا اردو افغانستان ته د توغندیو د لېږد خبره داسې مهال کوي، چې ټاکل شوې د مې په میاشت کې د امریکايي سرتېرو د وتلو لړۍ پیل او په سپټمبر میاشت کې پای ته ورسېږي.

تر دې وړاندې هم امریکا اعلان کړی و چې د خپلو پوځیانو د خوندي ایستلو لپاره افغانستان ته ۶۵۰ ځانګړي سرتېري استوي او دغه راز یې سیمه کې د B-52 الوتکې هم ځای پر ځای کړې.