ایران له خپله اړخه د اسلام کلا بندر تړلی دی.
د هرات ولایت چارواکي وايي، چې د کرونا وبا د ډېرېدو له امله ایران د اسلام کلا سرحدي پوله د تګ راتګ پر مخ تړلې ده.
دوی وایي، د دواړو هېوادونو ترمنځ به ټرانسپورټي او ټرانزیټي فعالیتونه دوام لري.
دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې د کرونا ناروغۍ په ګاونډیو هیوادونو کې ګڼ خلک وځپل.