اوچا: ۵۰ سلنه افغان ماشومان د خوارځواکۍ له ګواښ سره مخ دي.

اوچا: ۵۰ سلنه افغان ماشومان د خوارځواکۍ له ګواښ سره مخ دي.


  • 3 کاله دمخه (29/04/2021)
  • خالد سهار
  • 1003

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر یا (اوچا) ویلي، په افغانستان کې تازه تحلیلونه ارزونې داسې ښکاره کوي، چې څه باندې ۱۴ میلیونه افغانان د خوړو له سخت کمښت سره مخ دي.

یاد دفتر ویلي، چې شاوخوا لس میلیونه د خواړو د خوندیتوب له پلوه په ناورین کې او ۴.۲ میلیونه په بېړني حالت کې ځای لري.

دغه دفتر همداشان زیاتوي، اټکل کېږي چې په ۲۰۲۱ کال کې به تر پنځو کلونو کم عمر لرونکي شاوخوا نیمايي ماشومان له سختې خوارځواکۍ سره مخ شي.

اوچا په افغانستان کې بېکاري، د کرونا ویروس له امله د غذايي خوندیتوب نشتوالي او د خوراکي توکو د بیو لوړوالي ته په پاملرنې خوړو ته د افغان ماشومانو د لاسرسي په اړه اندېښنه هم څرګنده کړې ده.