چارواکي: افغان ځواکونو کندهار کې د دوه پاکستاني اتباعو په ګډون ۴۷ طالبان وژلي.

چارواکي: افغان ځواکونو کندهار کې د دوه پاکستاني اتباعو په ګډون ۴۷ طالبان وژلي.


  • 3 کاله دمخه (29/04/2021)
  • نګینه ارشاد
  • 1220

سمسور (پنجشنبه د غوایي ۹) افغان چارواکي وایي، چې تېره ورځ ګډو ځواکونو د هوايي قواوو په مرسته د یاد ولایت په میوند، خاکریز او ژیړۍ ولسوالیو کې عملیات ترسره کړي.

د ۲۰۵ اتل قول اردو له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د یادو عملیاتو پر مهال د دوه پاکستاني اتباعو په ګډون، ۴۷ تنه طالبان وژل شوي او ۹ نور ټپیان شوي دي. 

سرچینه کې همداشان راځي، چې د دغو بریدونو په پایله کې د طالبانو یو شمېر وسلې، مهمات، چاودېدونکي توکي او وسایط هم له منځه وړل شوي دي. 

طالبانو تراوسه د دولت دغې ادعا ته کوم غبرګون نه دی څرګند کړی.