ولسمشر غني: که پاکستان غواړي مرکزي اسیا ته ورسېږي، باید له افغان ملاتړ وکړي.

ولسمشر غني: که پاکستان غواړي مرکزي اسیا ته ورسېږي، باید له افغان ملاتړ وکړي.


  • 3 کاله دمخه (29/04/2021)
  • خالد سهار
  • 1574

سمسور (پنجشنبه د غوایي ۹) ارګ وایي، ولسمشر محمد اشرف غني نن د افغانستان د علماوو سرتاسري شورا غړو سره کتنه کې وویل، موږ سولې ته چمتووالی، اراده او طرحه لرو او همداراز دښمنانو سره مبارزې ته هم اماده یوو.

هغه زیاته کړه، که پاکستان غواړي چې مرکزي اسیا ته ورسېږي، باید په افغانستان کې د تلپاتې سولې ملاتړ وکړي. 

 نوموړي وویل، افغانان خپل برخلیک پخپله ټاکي او جمهوریت په خلکو پورې تړلی دی. 

هغه همدې په اشارې سره څرګنده کړه د اساسي قانون تهداب اسلامي شریعت دی او پکې دوه موضوعات، اسلامي هویت او د خلکو اساسي حقوق د تغییر وړ نه دي.