القاعده ډلې له امریکا سره د جګړې اعلان وکړ.

القاعده ډلې له امریکا سره د جګړې اعلان وکړ.


  • 3 کاله دمخه (30/04/2021)
  • خالد سهار
  • 1563

سمسور (جمعه د غوایي ۱۰) القاعده ډلې یو ځل بیا د امریکا متحده ایلاتونو سره د جګړې اعلان کړی. 

د سي‌ان‌ان د راپور له مخې، القاعدې ډلې یو ځل بیا له امریکا سره د جګړې لپاره اعلان کړی دی.

القاعدې ډلې ويلي، چې تر هغې به له امريکا سره خپلې جګړې ته دوام ورکوي، چې ترڅو یاد هېواد له ټولو اسلامي هېوادونو څخه نه وي وتلی. 

دا په داسې حال کې ده، چې د امريکا ولسمشر جو بايډن ويلي وه چې هېواد یې په افغانستان کې خپلو موخو ته رسېدلی او دا مهال د القاعدې ډلې ګواښ ډېر کم شوی دی. 

د امریکا مرکزي قومنداني تېرو ورځو کې ویلي، له افغانستانه د خپلو ځواکونو د خوندي وتلو لپاره دغه هېواد ته توغندیز سیستم لېږدوي.

د امریکا دفاع وزارت یا پنټاګون هم تېره اوونۍ وویل، چې ‎له افغانستانه د خپلو ځواکونو د خوندي ایستلو په موخه دغه هېواد ته نږدې ۶۵۰ سرتېري استوي او هم یې سیمې ته څو بي-۵۲ ډوله الوتکې استولې دي. 

امریکایي چارواکو بیا د القاعده ډلې تر جګړې اعلانولو د مخه ویلي، چې که له افغانستانه د وتلو پر مهال پر دوی برید وشي، له ځانه به دفاع وکړي او بالمثل عمل به ترسره کړي.

د یادولو ده، د امریکا ولسمشر جوبایډن اعلان کړی، چې د روان کال د سپټمبر میاشتې تر یوولسمې به له افغانستانه خپل ټول ځواکونه وباسي.