روغتیا وزارت: د کرونا ویروس ۱۹۴ نورې مثبتې پېښې ثبت شوې.

روغتیا وزارت: د کرونا ویروس ۱۹۴ نورې مثبتې پېښې ثبت شوې.


  • 1 اونۍ دمخه (30/04/2021)
  • خالد سهار
  • 48

سمسور (جمعه د غوایي ۱۰) د عامې روغتیا وزارت په یوه خبر پاڼه کې ویلي، چې په تېره شپه او ورځ کې د هېواد په کچه د کرونا ویروس ۱۹۴ نورې مثبتې پېښې ثبت شوې دي.

د یاد وزارت د مالوماتو له مخې، چې دغې موده کې له دې ناروغۍ څخه ۶ تنه مړه شوي دي، چې د ټولو مړه شویو کسانو شمېر دوه زره او ۶۳۱ تنو ته رسېدلی دی.

سرچینه وایي، چې د یاد ویروس مثبتې پېښې د هېواد په کابل، کندهار، ننګرهار، تخار، بغلان، قندوز، پکتیا، پروان، میدان‌وردک، لغمان، پنجشیر، ارزګان، خوست پکتیکا او  سمنگان ولایتونو کې ثبت شوي، چې د دغه ویروس مثبتې پېښې ټولټال ۵۹ زره او ۹۳۹ تنو ته ورسېدې.

سرچینه زیاتوي، په عین حال کې بیا له دغه ویروس څخه ۵۱ تنه رغېدلي دي، چې په خبره یې د ټولو رغېدلیو کسانو شمېر ۵۳ زره او ۲۰۴ تنو ته رسېدلی دی.