لسمشر غني: طالبان د سولې لپاره رامنځ ته شوی فرصت
له ارګ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې ولسمشر محمد اشرف غني د لوګر پېښه غندلی او زیاته کړې یې ده، چې طالبان هڅه کوي په داسې وحشتونو سره په سولې د خلکو باور راکم کړي.
نوموړي ویلي، چې طالبان د ولس او خدای پر وړاندې مسؤل دي او د سولې پر ځای د وضیعت پر پیچلي کولو بوخت دي.
غني دغه راز زیاته کړې، چې طالبانو په دې برید سره وښودله، چې لا یې هم د ولس د وینو توېئدو تنده نه ده ماته شوې او غواړي، چې هره ورځ افغانان د ویر په ټغر کینوې.
باید یاده شي، چې تېر ماښام د روژه ماتي پر مهال د لوګر مرکز پل علم کې چاودنه رامنځته شوه، چې له ۱۰۰ پورته کسانو ته په کې مرګ ژوبله واوښته