لوګر کې موټر بم برید تر دې مهاله د ۲۶ کسانو ژوند اخیستی.

لوګر کې موټر بم برید تر دې مهاله د ۲۶ کسانو ژوند اخیستی.


  • 3 کاله دمخه (01/05/2021)
  • خالد سهار
  • 916

سمسور (شنبه د غوایي ۱۱) د لوګر ولایت د ولایتي شورا مشر حسیب ستانکزی وایي، چې تردې دمه ۱۱۰ کسان ټپیان موندل شوي، چې ښایي د وژل شویو شمېر هم ورسره پورته ولاړ شي. 

د هغه په وینا، وژل شوي کسان ډېری هغه زده کوونکي وو چې د دغه ولایت له ازرې ولسوالۍ مرکز ته د کانکور په ازموینه کې د ګډون لپاره راغلي وو.

د یادونې ده، چې د لوګر ولایت مرکز پل علم کې تېر ماښام نږدې ۷ بجې د عامې روغتیا روغتون او پر یوې مېلمه خونې ودانۍ موټر بم برید وشو چې له امله یې ګڼ شمېر ملکیانو ته مرګ ژوبله واړوله. 

تر اوسه پورې د دغې پېښې مسؤولیت کومې ډلې نه دی منلی.