د کندهار جګړه؛ افغان ځواکونو د درې مهم قومندانانو په ګډون لسګونه طالبان وژلي.

د کندهار جګړه؛ افغان ځواکونو د درې مهم قومندانانو په ګډون لسګونه طالبان وژلي.


  • 4 مياشتي دمخه (01/05/2021)
  • خالد سهار
  • 164

سمسور (شنبه د غوایي ۱۱) تېره ورځ ګډو افغان ځواکونو د هوایي ځواک په مرسته کندهار ولایت کې د درې مهم قومندان په ګډون ۵۲ طالبان وژلي دي. 

د ملي دفاع وزارت له لوري په خپره شوې پاڼه کې راغلي، چې د یادو عملیاتو پر مهال د ارزګان ولایت لپاره د لایزري قطعې قوماندان "شکیب" او ۲ نور د هلمند ولایت کجکي ولسوالۍ لپاره لایزري قطعې د یاسر شبکې پورې اړوند په ګډون، ۵۲ طالبان وژل شوي او ۱۳ نور ټپیان دي.

یاد وزارت همداشان زیاتوي، چې د دغو بریدونو په پایله کې د طالبانو یو شمېر وسلې او مهمات هم له منځه وړل شوي دي.

تر اوسه طالبانو د افغان دولت دغې ادعا ته غبرګون نه دی ښکاره کړی.

باید یاده شي، چې په دې وروستیو کې په کندهار ولایت کې جګړې زور اخیستی، چې د افغان ځواکونو او طالب جنګیالیو سربېره یې ګڼ شمېر ملکیانو ته مالي او ځاني تلفات اړولي.