سمسور (شنبه د غوایي ۱۱) د ننګرهار ولایت سیمه ییز مسؤولین په دې ولایت کې د یو ماین چاودنې د مخنیوي خبر ورکوي.
د ننګرهار ولایت رسنیز دفتر له لوري په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي، چې تېره شپه د امن عامې منسوبینو د یاد ولایت مرکز جلال اباد ښار کې يو تن په داسې حال پر مبايل عيار شوي ماين سره نيولی، چې د ګڼې ګوڼې پر يو ځای يې د چاودنې پلان درلود.
یاد دفتر همداشان زیاتوي، چې له پلټنو وروسته ياد تن چې په يو بل ځای کې يې ريکشا کې دوه نور ماينونه ځاي پر کړي وو هم ترلاسه شوي دي.
بل لورته له یاد رسنیز دفتره په یوه بله خبر پاڼه کې راغلي، چې پولیسو د دغه ولایت په مربوطاتو کې دوه تنه د دوه ميله بېلو تومانچو او يو موټر سايکل سره نيولي دي.
خبر پاڼه زیاتوي، په ورته وخت کې پولیسو د جلال اباد ښار نهمې ناحيې اړوند شهيدانو مېنه کې هم يو ماين کشف او لمنځه وړی دی.