لغمان کې شپاړلس طالبان ته مرګ ژوبله واوښته.

لغمان کې شپاړلس طالبان ته مرګ ژوبله واوښته.


  • 3 کاله دمخه (01/05/2021)
  • خالد سهار
  • 1054

سمسور (شنبه د غوایي ۱۱) د لغمان ولایت سیمه ییز چارواکي په دې ولایت کې د لس تنه طالبانو د وژلو ادعا کوي، خو طالبانو یې تردې دمه په اړه تبصره نه ده کړې. 

په لغمان ولایت کې د ۲۰۱ سیلاب قول اردو یوه خبر پاڼه کې وایي، چې نن له غرمې مخکې د طالبانو یوه لویه ډله د یاد ولایت الیشنګ ولسوالۍ د زوړ الیشنګ سیمې څخه د شمکټ په لور روان وه.

سرچینه وایي، چې د دقيقو کشفي راپورونو پر اساس پرې توپچي قواوو هدفمند بريدونه ترسره کړي.

سرچینه همداشان زیاتوي، چې د یادو توپچي بریدونو پر مهال لس تنه وسله وال طالبان وژل شوي او شپږ نور ټپیان شوي دي.

د سرچینې په حواله، په ورته وخت کې د یادې ډلې یو شمېر وسلې او مهمات هم له منځه وړل شوي دي.

د ویلو ده، چې په دې وروستیو کې د لغمان ولایت په الیشنک، الینګار او دولت شاه ولسوالیو کې د دولت او طالب جنګیالو ترمنځ جګړه روانه ده.

د ځایی سرچینو په وینا، چې دواړو لویو ته په بریدونو او نښتو کې تلفات اوښتي، خو کره شمېره یې لا نه ده مالومه.