محسن داوړ د عارف وزیر تلین څخه منع شوی

محسن داوړ د عارف وزیر تلین څخه منع شوی


  • 3 کاله دمخه (03/05/2021)
  • نګینه ارشاد
  • 1597

 د پښتون ژغورنې مخکښ غړی محسن داوړ وايي، چې د پاکستان پوځیانو د پي ټي ایم د وژل شوي غړي عارف وزیر تلین نمانځلو ته نه دی پرېښی.

نوموړي پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي، چې پلان یې درلود، تر څو د عارف وزیر په لومړي تلین کې برخه واخلي؛ خو د پاکستان پوځیانو له لوري پروګرام ته له ورتلو څخه منع شوی دی.

نوموړي وړاندې لیکلي، چې د پاکستاني پوځیانو له دې چلند څخه مالومیږي، چې د عارف وزیر په وژنه کې د چا لاس دی؟

د وزیر لومړی تلین په داسې حال کې نمانځل کیږي، چې لاهم د هغه تره زوی او د پاکستان د مرکزي اسمبلی غړی علي وزیر کراچۍ کې د پاکستاني پوځیانو په زندان کې پراته دي.

بل خواته بیا د عارف وزیر کورنۍ وايي، چې د وزیر د مرګ یو کال پوره شو؛ خو لایې هم قاتلین د قانون منګولو ته نه دي سپارل شوي؛ مګر د دې سربېره یې هره ورځ د کورنۍ لپاره د پاکستان پوځیان یوه او بله پلمه لټوي، ترڅو یې په دې توګه شکنجه کړي.