پاکستان: سختو ناروغانو ته اجازه ورکوي، چې په تورخم پېښور ته ولاړ شي.

پاکستان: سختو ناروغانو ته اجازه ورکوي، چې په تورخم پېښور ته ولاړ شي.


  • 2 کاله دمخه (03/05/2021)
  • خالد سهار
  • 1102

سمسور (دوشنبه د غویي ۱۳) د پاکستان دولت وایي، هغو ناروغانو ته به اجازه ورکړي، چې ناروغي یې سخته وي.

پاکستان همداشان ویلي، هغه افغانان چې په پاکستان کې مېشت دي، کولای شي، چې خپل هېواد ته ستانه شي.

پاکستان پرون اعلان کړى و، چې له چهارشنبې د مى ٥ مې څخه تر شلمې پورې به له افغانستان سره لارې د مسافرو پر وړاندې تړي، خو ټرانزیټ او سوداګري به دوام ولري. 

پاکستان وروسته له هغه دا پرېکړه کوي، چې په دغه هېواد کې د کرونا ویروس درېیه څپه په شددت سره روانه ده.

پاکستان د کرونا ویروس د مخنیوي په موخه له افغانستان او ایران سره خپلې دروازې تړي، چې ترڅو له یاد ویروس څخه خوندي پاتې شي.