دفاع وزات: افغان ځواکونو اته ولایتونو کې ۶۲ طالبان وژلي.

دفاع وزات: افغان ځواکونو اته ولایتونو کې ۶۲ طالبان وژلي.


  • 3 کاله دمخه (03/05/2021)
  • خالد سهار
  • 1429

سمسور (دوشنبه د غویي ۱۳) افغان چارواکي د هېواد په اتو ولایتونو کې ۱۲۰ وسله والو طالبانو ته د مرګ ژوبلې اړولو ادعا کوي؛ خو طالبانو تردې دمه د دولت د دغې ادعا په اړه تبصره نه ده کړې. 

د ملي دفاع وزارت له لوري په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي، چې افغان ځواکونو په تېرو څلرویشت ساعتونو کې ۶۲ طالبان وژلي او ۸۵ نور یې ټپیان کړي دي. 

سرچینه کې راځي، چې دغه طالبان له ګډو افغان ځواکونو سره په متقابل بریدونو او نښتو کې د هېواد لغمان، غزني، زابل، بلخ، هرات، فاریاب، فراه او بدخشان ولایتونو کې وژل شوي او ټپيان شوي دي.

د سرچینې په حواله، چې همداشان د دغو بریدونو پرمهال د طالبانو یو شمېر وسلې، مهمات او ماینونه هم له منځه وړل شوي دي.

باید یاده شي، چې په دې وروستیو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د افغان ځواکونو او طالب جنګیالیو ترمنځ جګړو زور اخیستی دی.

تېره ورځ د ولسي جرګې هم ویلي، چې یادې ډلې په هېواد کې جګړې زیاتې کړې دي او په وینا یې دا ورته د منلو نه دي.

بل لورته د ملي روغې جوړې عالي شورا مشر ډاکټر عبدالله عبدالله هم یو وار بیا په طالبانو غږ کړی، چې دوی باید خپلې غوښتنې د سولې د خبرو پر مېز مطرح کړي او په خبره یې افغان حکومت یې په هکله بحث کولو ته چمتو دی.