د ملي روغې عالي شورا: عبدالله له زلمي خلیل زاد سره پر افغان سوله خبرې کړې.

د ملي روغې عالي شورا: عبدالله له زلمي خلیل زاد سره پر افغان سوله خبرې کړې.


  • 3 کاله دمخه (03/05/2021)
  • خالد سهار
  • 1259

سمسور (دوشنبه د غویي ۱۳) د ملي روغې جوړې عالي شورا مشر ډاکټر عبدالله عبدالله نن وروسته له غرمې د افغان سولې لپاره د امریکا له ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد سره کتلي دي.

د ملي روغې جوړې عالي شورا دفتر وایي، په دې لیدنه کې ډاکټر زلمي خلیلزاد وویل، د بهرنیو ځواکونو په وتلو سره به د افغانستان او نړیوالې ټولنې ترمنځ د همکاریو نوی فصل پیل شي.

هغه زیاته کړه، په افغانستان کې د سولې ټنګښت لپاره سیمه ییزې او نړیوالې اجماع ته ضرورت دی او امریکا به د دې اجماع په جوړېدو او خوندي کولو کې کار وکړي. 

عبدالله عبدالله د خپلو خبرو پر مهال طالبان د سولې خبرو اترو او یوې تلپاتې سولې ته د رسېدو مانع یاد کړل او ټینګار یې وکړ، چې د شته فرصت څخه باید یوې تلپاتې او عادلانه سولې ته د رسېدو په برخه کې ښه ګټه پورته کړای شي.

هغه همدا راز ویلي، چې د استانبول په کنفرانس کې ګډون کوي او زیاته یې کړه، چې په افغانستان کې سوله او ثبات د سیمې امنیت او ثبات تضمینوي.