امریکا د سرتېرو د پاتې کېدو په لټه؛ له طالبانو سره پر نوې نېټې خبرې کوي

امریکا د سرتېرو د پاتې کېدو په لټه؛ له طالبانو سره پر نوې نېټې خبرې کوي


  • 3 کاله دمخه (04/05/2021)
  • نګینه ارشاد
  • 1212

یو شمېر بهرنۍ رسنۍ وایي، چې امریکا د طالبانو له استازو سره د امریکایي سرتېرو د وتلو پر نوې نېټې خبرې کوي.

د بهرنیو رسنیو د راپورونو له مخې هڅه کیږي، د روان کال جولای میاشت کې له افغانستان څخه د ټولو سرتېو پر وتلو هوکړه وشي.

تر دې وړاندې بیا د بایډن د پرېکړې له مخې د می میاشتې له لومړی نېټې څخه د سرتېرو وتل پیل شوي.

که څه هم دا لانه ده مالومه، چې طالبان به جولای میاشتې کې د سرتېرو پر وتلو له امریکا سره هوکړې ته ورسیږي که نه؟ خو تر دې وړاندې امریکا ویلي، چې که طالبان پرې بریدونه وکړي؛ نو دوی به ورته سخت ځواب ورکړي.