ولسمشر غني: هغه محصلین چې د افغانستان فکر ورسره دی وژل کېږي.

ولسمشر غني: هغه محصلین چې د افغانستان فکر ورسره دی وژل کېږي.


  • 3 کاله دمخه (04/05/2021)
  • خالد سهار
  • 1384

سمسور (سه شنبه د غویي ۱۴) ولسمشر ډاکټر محمد اشرف غني نن د پوهنې اوونۍ په ویاړ جوړې شوې غونډه کې ګډون او وینا وکړه.

هغه د لوګر پېښې ته په اشارې سره وویل، نن زموږ هېواد تر وحشیانه بریدونو لاندې دی، نن زموږ محصل چې غواړي د خپلې راتلونکې په تړاو فکر وکړي، ترور کېږي.
نوموړي په دغې غونډه کې همداراز وویل، پنځه داسې وزارتونه او ادارې دي، چې په میلیاردونه ډالر یې بند کړي او مصرفولی یې نه‌ شي.

د هېواد ولسمشر زیاته کړه، له دې وزارتونو دوو ادارو ۱.۶ میلیارد ډالر بند کړي چې په خبر یې د منلو نه ده.

هغه ټولو وزارتونو او ادارو ته خبرداری ورکړ، چې که چېرې هره اداره پر وخت او پر ځای خپله بودیجه مصرف نه‌ کړي، بودیجه ترې اخیستل کېږي او پر نورو ادارو به ووېشل شي.
نوموړی ټینګار کوي چې افغانستان اوس په داسې وضعیت کې نه‌ دی چې پیسې ضایع کړي.

د هېواد ولسمشر همداشان په دې غونډه کې په ۲۲ ولایتونو کې د ۵۹ ښوونځیو له پاره د نویو جوړو شویو ودانیو پرانیسته وکړه.
ولسمشر څرګنده کړه «د خوشالۍ ځای دی چې د هېواد ښځو او ماشومانو د ښې راتلونکې لپاره په ۲۲ ولایتونو کې ۵۹ ښوونځي پرانیزو او همداراز ۳۴ ولایتونو کې د کورنۍ اقتصاد روزنیز پروګرام ګټې اخیستو ته سپارل کېږي.»