د هرات ولایت سیمه ییز چارواکي وایي چې په دغه ولایت کې د سختو اورښتونو له امله راوتلیو سیلابونو ګڼ مالي او ځاني زیانونه اړولي دي.
د یاد ولایت د والي ویاند جیلاني فرهاد رسنیو ته ویلي چې د دغه ولایت په ادرسکن ولسوالۍ کې تر سختو اورښتونو وروسته راوتلیو سیلابونو ۱۴ کسان مړه کړي دي.
نوموړي زیاته کړې چې په مړه شویو کې څلور ماشومان، یوه ښځه، پنځه سړي دي خو د څلورو قربانیانو هویت تر اوسه څرګند نه دی.
هغه زیاته کړې چې دغه راز سلګونه څاروي او په سلګونو جریبه کښتونه هم له منځه تللي دي.
د نوموړي په خبره د هرات په یو شمېر نورو سیمو کې هم سیلابونه راوتلي دي خو تر اوسه یې له امله د اوښتو زیانونو په اړه راپور نه دی ورکړل شوی.