سمسور (سه شنبه د غویي ۱۴) محمد اشرف غني نن غرمه د افغان ښځو شبکې غړو سره د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته د نوي فصل، سولې او په دې پروسه کې د ښځو غوښتنو او حقونو ته د رسیدګي په اړه خبرې وکړې.
جمهوررئیس غني د هغوی سره په ناسته کې وویل، د افغانستان اساسي قانون ماته اجازه نه راکوي چې د ښځو پر حقونو معامله وکړم او په سولې پروسه کې د ښځو ګډون یقیني شوی.
هغه د بهرنیو ځواکونو وتلو ته په اشارې سره وویل، چې دا چاره د افغانستان ملي حاکمیت پیاوړی کوي، د سیمې روایت بدلېږي، له بین المللي همکارانو سره د مناسباتو نوی فصل پیلېږي.
نوموړي همداراز زیاته کړه، پاکستان نور په افغانستان کې د بین المللي ځواکونو د پاتې کېدو پر سر له امریکا د باج اخیستو فرصت نه لري، له افغانستان سره به دوستي یا دښمني انتخابوي.
ولسمشر غني ټینګار وکړ، چې تر دې وروسته د سولې اصلي لوری د افغانستان حکومت دی او د سولې په هېڅ غونډه کې د مېلمه نه، بلکې د اصلي مالک په توګه ګډون کوو.