کلینټن: د امریکایي ځواکونو ایستل ښه پرېکړه نه ده.

کلینټن: د امریکایي ځواکونو ایستل ښه پرېکړه نه ده.


  • 3 کاله دمخه (04/05/2021)
  • نګینه ارشاد
  • 1231

سمسور(سه شنبه د غوایي ۱۴) له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو وتل به د امریکا لپاره ښه پایله ونه لري.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت پخوانۍ وزیرې هیلري کلېنټن له سي سي ان سره په خپلې تازه مرکه کې ویلي، چې له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو وتل به ددې سبب شي، چې یو وار بیا ترهګرې ډلې په یاد هېواد کې سر راپورته کړي، چې دا به د امریکا او نورې نړۍ لپاره یو لوی خطر وي.

نوموړې ویلي، بایډن په ډېرې بیړې سره پرېکړه کړې او زیاته کړې یې ده، چې طالبان به یو ځل بیا افغاستان کې د جګړې له لارې واک ته ورسیږي.

کلېنټن ویلي، که چېرته طالبان یو ځل بیا قدرت ته ورسیږي؛ نو افغانستان کې شته ترهګرې ډلې به له طالبانو سره یو ځای امریکا وګواښي.