امریکا: افغان هوایي ځواکونه پر خپلو قراردادیانو تکیه دي

امریکا: افغان هوایي ځواکونه پر خپلو قراردادیانو تکیه دي


  • 3 کاله دمخه (05/05/2021)
  • نګینه ارشاد
  • 1391

د امریکا دفاع وزارت وایي دمګړی افغان هوايي ځواک پر قراردادیانو متکي دی چې د سرتېرو له وتلو سره ښایي دا برخه یو څه کمزورې شي. 

د امریکا د دفاع وزارت یا پنټاګون ویاند جان کربي په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي چې د افغان هوایي پوځ ډېره برخه چارې پر قراردادیانو متکي دي، چې تر وتلو وروسته دا برخه ښایي کمزوري شي خو بیا هم د امریکا ملاتړ له ځان سره لري. 

د هغه په خبره د امریکا ملاتړ به غیر ملموس وي او یوازې په مالي برخه کې به دا مرستې او همکارۍ دوام کوي. 

پنټاګون داسې مهال دا څرګندونې کوي چې ولسمشر غني بیا په تازه څرګندونو کې افغان پوځ پر ځان متکي بللی و او په وینا یې د هر ډول عملیاتو او بریدونو صلاحیت، وړتیا او واک له ځان سره لري.