امریکا: له افغانستان څخه د سرتېرو د وتلو لړۍ دوام لري

امریکا: له افغانستان څخه د سرتېرو د وتلو لړۍ دوام لري


  • 3 کاله دمخه (05/05/2021)
  • نګینه ارشاد
  • 1045

امریکايي چارواکي وایي، له افغانستان څخه یې د سرتېرو د ایستلو لړۍ دوام لري او تر دې مهاله یې نیږدې شپږ سلنه سرتېري او پوځي تجهیزات ایستلي دي.

 د امریکايي پوځ د مرکزي قومنداني له لوري په تازه خپرو شوو معلوماتو کې راغلي چې د امریکايي پوځ کارګو الوتکو په تېرو څو ورځو کې نیږدې شپېته پروازونه کړي او له درېیو تر شپږ سلنې توکي او سرتېري یې له دغه هېواد ایستلي دي. 

د سرچینې په خبره، دوی ځینې نظامي تجهیزات افغان پوځ ته ورکوي، ځینې له ځان سره لېږدوي خو تر څنګ یې ۱۳۰۰ قلمه داسې توکي هم په نښه شوي دي چې باید امریکايي پوځ یې په افغانستان کې له منځه یوسي. 

دوی دغه راز ویلي چې ټول توکي او سرتېري امریکا ته نه لېږدوي بلکې ځینې اروپايي هېوادونو او شاوخوا سیمو ته هم لېږدوي او هلته یې په خپلو اډو کې ځای پر ځای کوي.