امریکا وايي له ټولو ممکنو لارو هڅه کوي چې طالبان د مذاکراتو مېز ته راوګرځوي.
امریکايي رسنیو ویلي د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ديپلوماتانو خپلې هڅې پيل کړې څو طالبان د مذاکراتو مېز ته راوګرځوي.
یوه امریکایي ديپلومات د نوم نه ښودو په شرط د امریکا غږ انګلیسي څانګې ته ویلي، امریکا دې ته لېواله ده چې افغان جګړه د خبرو له لارې ختمه شي.
د هغه په خبره دوی له ټولو ممکنو لارو هڅه کوي طالبان د مذاکراتو مېز ته راوګرځوي او تر څنګ یې هر ډول فشار ته هم تیار دي.