د شیدیدو ورښتونو له امله د فاریاب په ګرزیوان ولسوالي کې د راوتو سیلابونو له کبله سلګونه جریبه ځمکه له منځه وړل شوې.
د فاریاب والي فیض الله رحماني وایي، چې یاد ولایت کې د کرنیزو ځمکو د خرابوالي تر څنګ ګڼ شمېر څاروي هم سیلابونو وړي دي.
د نوموړي په خبره یادو سیلابونو د خلکو ۲۰۰ غواګانې او ۳۵۰ څاروي له ځان سره وړي دي.
والي د ځاني تلفاتو په اړه تر دا مهاله څه نه دي ویلي.
باید یاده شي، چې تېره ورځ د هوا پېژندنې ادارې راپور ورکړی و، چې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د شدید اورښت او سیلابونو د راوتلو امکان شته دی.