جنرال ډیویډ پیټریاس په جنوبی اسیا او منڅنی ختیڅ کي دامریکايی قواوقوماندان اعتراف کړې دې او وایی چی د ٢٠٠١ کال را پدې خوا کله چی د امریکا په مشري په افغانستان باندی برید وسو، تیره هفته په هغه ملک کی ترټولو زیاتي حملې شوي دي..
هغه د پنجشنبې په ورځ دجون دمیاشتي په ۱۱ نیټه واشنگټن کی په یوه وینا کی وویل چی فکر کیږی دا حملې به په داسي حال کی نوري هم پسې زیاتي شی چی نړۍ والي قواوي د یاغیانو د پټیدو په ځایونو پسې گرځی او بریدونه پر کوي.
دبله طرفه د ناتو په یوه رپوټ کی ویل شوي دي چی سږ کال د جنوري او مې د میاشتو تر منځ د تیر کال د همدې میاشتو په مقایسه د یاغیانو په حملو کی ٦٠ فیصده زیاتولی راغلی دی.
جنرال پیټریاس وویل چی افغانستان ته د امریکا د اضافي عسکرو استول به امنیتي وضع په هغه هیواد کی ښه کړی، مگر هغه وویل چی پراخو ملکي هلو ځلو او کوششونو ته ضرورت دی چی حالات په دائمي توگه ښه سی.
ولی جنرال پیټریاس دحملو دزیاتوالې په باب د اصلی عواملو دویلو څخه سترګې پتوې او ويی نه ویل چه دامریکايی قواوغلط سلوک او رفتار په افغا نستان کي دخلګو سره ،په خاص توګه دبیګناه خلګو وژل دحملو دزیاتوالی عوامل او دلایل دې چه با ید امریکايی جنرالان په خپلو سهو اوخطا وء با ندې اعتراف وکړې،او په تشو خبرو او وعدو با ندې اکتفا ونه کړی اودخالی خبرو څخه څه لاس ته نه راڅې او یا د بیګناه خلګو دوژلو څخه وروسته معذرت غو ښتل،اویا دهغوې خپلوانو سره وحج ته دلیږلو وعدې کوم اهمیت ممکن ونه لرې ،نژدی دغه تیره هفته دکنړ په مرکزکی پنڅوس نفره مظلوم افغا نان دمرګ دخطر سره مخامخ شول چه په رڼاورڅ دښار په منڅ کی دامریکایانو له لوري دلاسی بم په وا سطه سخت زخمیان شول،امر یکا یان متاسفانه له هری دغسی ناوړه پیښې وروسته افغا نانو ته وعدې ورکوې او وايی جه بیا به دغسې عمل نه اجرا کیږي،او دهري پیښي لباره هر څل یو کمسون جوړیږي تراوسه پوري څومره کمیسونونه چه جوړ شوې دي دافغا نستان خلګو دیوه کمیسون نتجه په دقیقه تو ګه نه لیدلی ده اونه يی اوریدلي ده.داده یوڅل بیا دناټو دغړو هیوادوپه خپل منڅ کی فوافقه کړې ده اوواعده يی وکړه چه خپلی دندی به له سره منظمي کړې
د ناټو غړو هیوادونو دجون په ۱۲ نیټه په اتفاق فیصله وکړه چې په افغانستان کې ددغې اتحادی قوماندانی له سره منظمه کړی ، په داسی حال کې چې د ناټو قواو د القاعدی او طالبانو په خلاف جنگ ته زور ورکړیدی.
د ناټو وزیران د بلجیم په پایتخت کې غونډه و کړه، دامریکا دهغه پلان سره ئې موافقه وکړه چې غواړی په افغانستان کې نظامی قوماندانی له سره منظمه کړی چې نوی عسکر په ښه توگه اداره کړی شی .
ناټو په تیر کال کې په افغانستان کې خپلی قواوی تقریبآ دوه برابره کړیدی چې شمیر ئې اوس تقریبآ شپیتو زرو عسکرو ته رسیږی . دغه شمیربه په راتلونکو څومیاشتو کې لانورپسی زیات شی چې پدی باندی به یوویشت زره نور امریکائې عسکر وراضافه شی.
د ناټو مامورانو داخبره هم وکړه چې لس زره نور عسکر به افغانستان ته واستوی چې دجمهوری ریاست دانتخاباتو په وخت کې چې داگست په شلمه نیټه کیږی، دامنیت په ټینگولو کې مرسته وکړی .
ناټو غواړی چې دافغانستان دامنیتی قواو روزل چټک او زیات کړی چې دوی دناټو سره په گډه دیاغی طالبانو په خلاف چې دالقاعدی ترورستی ډله ورسره مرسته کوی، وجنگیږی..
همدغه راز د امريكا دفاع وزارت( پنټاګون) د افغان جګړې او ستونزو د حل په خاطر يوه نوې ۴۰۰ كسيزه ډله جوړوي، چې په افغانستان كې ميشت بهرني پوځي قوماندانان او امريكايي چارواكي به يې غړي وي.
د وال سټريټ ژورنال امريكايۍ ورځپاڼې د رپوټ له مخې، دغه ډله به په افغانستان كې نوې جګړه ييزه تګلاره ټاكي او مشري به يې ډګر جنرال سكاټ ميلر ته سپارل كيږي.
پنټاګون وايي، ددغې ډلې د جوړاوي موخه داده، چې د افغانستان د بغاوتونو او ستونزو د اواري لپاره يو تجربه كار بشري ځواك و روزي. دغه ځواك بايد د افغانستان له كولتور او حكومتي نظام سره په مکمله توګه اشنا وې وي. په دې ډله يا يونټ كې به امريكايى پوځ، د كابل مركز، په ختيزو ولايتونو كې د امريكا سيمه ييزه قومانداني، په شمالي ولايتونو كې د ناټو افسران او چارواكي شامل وي.
بل پلو، په افغانستان کې د ناټو او ايتلافي ځواکونو نوي عمومي قوماندان وویل، چې د ملکي مرګ ژوبلې د کمولو لپاره به پر پوځي تګلارې له سره غور وکړي. جنرال سټانلي مک کریسټال وویل ، چې ملکیان باید د نړیوالو ځواکونو په عملیاتو کې خوندي شي. د هغه په وینا په نوې پوځي ستراتیژۍ کې د ملکي مرګ ژوبلې د کمیدو لارې چارې په پام کې نیول شوې دي.
په هر صورت په سیمه او نړې کی دافغا نستان په جنګ اوجګړه کی دبدلون انتظار دجنرال سټانلی مک کریستټال په را تګ پورې اړه لرې جه دنوموړې په باب لا مخکي به پراخه پیمانه تبلغات تر سره شوي دي ،او درسنیو په حواله داسامه بن لادن وژل او یا دصدام حسین په څیر ژوندې نیول خاص وده ته معطل دې ،داڅکه چه دنوموړی دراتګ سره سم امریکايی رسنیو دوار دمخه په دا سی تبلغاتولاس پورې کړې ده او وايی چه اسامه بن لادن ژوندي ده او په پا کستان کي پټ ده .
د امريكا د څارګرې ادارې (سي آى اې) مشر لا ټينګار كوي، چې اسامه بن لادن ژوندى دى او د پاكستان په قبايلي سيمو كې اوسيږي.
د سي آى اې مشر ليون پانه تا په واشنګټن كې خبريالانو ته وويل، چې د پاكستان پوځي عملياتو دا زمينه باربره كړې، چې دوى اسامه بن لادن او د طالبانو او القاعدې شبكې نورو مشرانو ته ور نږدې شي او ويې نيسي. پانه تا وايي، چې د اسامه بن لاندن نيول اوس هم ددوى لومړيتوب دى او په لټه كې يې دي. ده زياته كړه: موږ هيله من يو، چې د پاكستاني پوځونو په پرمختګ سره د اسامه بن لادن د نيول كیدو فرصت هم برابر شي. سي آى اې په پاكستان كې خپل كسان خپاره كړي او ددوى په اړه پر وخت مالومات راكوي. پانه تا وايي، چې كیدای شي د پاكستاني پوځ د عملياتو په پايله كې د القاعدې مشران سوماليا يا يمن هېوادونو ته وتښتيږی.
دنوموړی له څرګنده ونو داسې معلو میږي چه امریکا یان په ده ښه خبر دې چه اسامه بن لادن چیري ده ایا مړ ده او که ژوندې؟ دا په دي خاطر چه دپاکستان ولسمشر څو ورڅي مخکی اعتراف وکړې او په ډاګه يی کړه چه اسامه مونږ ونیوې او امریکا یانو ته مو تسلم کړې ،تر اوسه امریکا یانو دزردارې دوینا دغبرګون په باب هیڅ نه دي ویلي؟یوازی وړمه ورڅ وایی چه بن لا دن ژوندي دي او په پاکستان کي پټ ده،مونږ نه پو هیږو چه دغه ډیر اوږد سریال به څه وخت ختم شې او تر ختم کیدو پورې به يی په افغا نستان او پا کستان کي څومره بیګناه انسانان قر با ني شې ،هیله لرو چه جنرال مک کریسټال وه دي سریال ته دپا ې ټکی کیږدې .
په داسې حال كې چې د ناټو په مركز بروكسل كې د ناټو سازمان د غړيو هېوادونو د دفاع وزيران په افغانستان كې د امريكا او ناټو ځواكونو پر نوي جګړه ييز پلان د خبرو لپاره راټول شوې ول،په عین حال کی په افغانستان كې د القاعده سازمان مشر ابوليزيد له الجزيرې ټلويزيون سره په مركه كې ويلي دي چې سږ كال به په افغانستان كې د امريكايي او ناټو ځواكونو د ماتې او زيانونو كال وي.
د بریټانیې ګارډین ورځپاڼي په خپله وروستۍ ګڼه کې د افغانستان په جنوب کې د بریټانوي سرتیرو د ماموریت خطرناکتوب او پیچلوالي ته اشاره کړي او په دې اړه یې یو مطلب خپور کړی دی.
ورځپاڼه لیکلی دې: چې بریټانوي سرتیري په افغانستان کې د نورو ټولو میشتو بهرنیو سرتیرو په پرتله له زیاتو ګواښونو او خطراتو سره مخ دي او په دې جګړه کې د هغوي په اوږو دروند بار ایښودل شوی دی.
ګارډین ورځپاڼه په افغانستان کې د میشتو امریکايي قوماندانانو له قوله لیکي چې د تیر کال په پرتله په افغانستان کې د وسله والو بریدونو په کچه کې اویا سلنه زیات والی راغلی او ښایې جګړه نوره هم شدیده شي.
ګارډين وايی چې په متوسط ډول په هلمند کې د بریټانوي سرتیرو پر وړاندي هره ورځ یولس حملې کیږي چې د حملو دغه کچه په هلمند کې د افغانستان د نورو سیمو په پرته بي ساري لوړه ده.
ګارډين په هلمند کې د میشتو بریټانوي قوماندانانو څخه په حواله لیکي چې د افغانستان جنوب او په خاصه توګه هلمند ته به د نویو امریکايی سرتیرو په راتګ سره د دغو بریدونو کچه کمه شي او د بریټانوی سرتیرو پر اوږو ایښودل شوی بار به هم سپک کړای شي.
سمدستي داسې ښكارې چې دواړه لوري د جګړو لپاره تيارى نيسي، تردې وړاندې هم د نړيوالې ټولنې سياسي او پوځي چارواكيو په افغانستان كې د جګړو د تونديدو اټكلونه كړي وو، همدغسې د طالبانو او القاعده مشرانو هم د جګړې شعارونه تكرار كړي وو داسې ښكاري چې سږ كال بيا هم د افغان ولس لپاره له مرګونو او ماتمونو ډك كال وي.
دلته مو خبره پردې ده چې نړيوالې ټولنې په تيره امريكا او ناټو غړيو هېوادونو د امنيت د ټينګولو ترڅنګ له افغان ولس سره نورې ژمنې هم كړې وې، د امريكا د ولسمشر بارك اوباما په نوې ستراتيژۍ كې هم د هغو يادونه شوې وه چې نړيواله ټولنه به د بيارغاونې په اړه له افغان ولس سره مرسته كوي، همدغسې نړيوالې ټولنې دا ژمنې په وار وار تكرار كړې چې د افغان پوځ او امنيتي ځواكونو پياوړي كولو ته به زياته پاملرنه كوي.
اوس خو له دواړو لوريو د جګړې د تودولو او د جګړې پرنويو تاكتيكونو او تګلارو خبرې كیږی، كه جګړې ډير زور واخلي طبيعي ده چې بيا به د بيارغاونې بهير خامخا له خنډونو سره مخ وي. ځكه چې په جګړو كې خو حلوا نه ويشل كیږی، په جګړې ځپلې سيمه كې د بيارغاونې شعارونه هم هسې ملنډې ښكاري، ځكه خو نړيوالې ټولنې په تيره ناټو او امريكاته په كار دي چې د بيارغاونې په اړه هم داسې اقدامات وكړي چې افغان ولس پرې قانع شي او پر بهير يې د جګړې شوم سيورى لږ اغيز وكړي.
يو تريخ واقعيت چې بايد پرې اعتراف وشي دادى چې نړيوالې ټولنې او افغان دولت په تيرو كلونو كې د ولس په تيره د ځوان نسل په جذب او د هغوى په بوختولو او ګومارلو كې لازمه وړتيا و نه ښوده، همدغې نيمګړتيا د طالبانو ليكې پياوړې كړې، كه څوك يوازې د تير كال د كانكور د ازموينې هغه زلمي ولټوي چې د لوړو زده كړو چانس يې له لاسه وركړ په سلو كې تر پنځوسو زيات يې نن د حکومت دمخالفینو وسلې پر غاړه ګرځوي،اویا دکار په منظوروخارجی هیوادونو ته مخه کړي ده دا ټول ددې ثبوتونه دي چې د نړيوالې ټولنې پام جګړو ته اوښتى او زموږ د ولس اصلي اړتياوو او غوښتنو ته يې پام نه ؤ اړولى.
اوس كه بيا هم دواړه لوري يوازې د جګړې شعارونه زمزمه كوي او د بيارغاونې پروسه هیره شي زيان به يې افغان ولس، افغان دولت او نړيوالې ټولنې ته وي، ځكه چې څومره افغان ولس په اقتصادي فقر او ستونزو كې وي مخالفینو ته د سرباز ګيرى لاره اسانه كوي پاي.رحمت اله روان