د طالبانو له لوري د رسنیو ګواښلو د برتانیا او امریکا غوصه پارولې

د طالبانو له لوري د رسنیو ګواښلو د برتانیا او امریکا غوصه پارولې


  • 3 کاله دمخه (06/05/2021)
  • نګینه ارشاد
  • 1262

برتانیا او امریکا هېوادونو په خپره کړې اعلامیه کې ویلي، چې طالبانو افغانستان کې جګړې شدېدې کړې او اوس غواړي، چې رسنۍ د وحشت په خپرولو سره چوپ کړي؛ تر څو دوی لا خپل تاوتریخوالي ته ادامه ورکړي.

 اعلامیه کې راغلي، چې یاد هېوادونه د طالبانو دغه عمل په کلکو ټکو غندي او له یادې ډلې غواړي چې نړیوالو بشري حقونو ته درناوی وکړي. د امریکا سفارت په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي چې طالبانو تل حقایق نه دي منلي او هڅه یې کړې د افغاني ټولنې د حقایقو له برسېره کېدو سره مخالفت وکړي. 

باید یاده شي، چې د هلمند جګړې له تلفاتو خپرولو وروسته طالب ویاند ذبیح الله مجاهد پر خپل ټویټر لیکلي و، چې یو شمېر رسنۍ د افغان حکومت په ګټه نشرات کوي او که خپله بې طرفي ونه ساتي، نو د راتلونکو اقداماتو مسؤلیت به یې په خپله غاړه وي.