ترهګرو هم عجبه سنجولې ده!

ترهګرو هم عجبه سنجولې ده!


  • 2 کاله دمخه (07/05/2021)
  • محمد يار يار
  • 1513

ترهګرو هم عجبه سنجولې ده! نعمت روان يې شهيد کړ چې د هغه کورنۍ به د دوی واکمنې په مينه قبوله کړي(!) دوی په دغسې طريقه, پر افغانستان د حاکميت شيطاني خوب ليدلی دی!

دوی دا فکر نه لري چې په دغسې وحشتو سره به, د افغان ولس د ملي لعنت په توپان کې غرق شي!

شهيد روان د لويې افغان کورنۍ محبوب او ګلالی غړی وو او ترهګرو به هم ليدلې وي چې دا لويه کورنۍ يې ټوله د وير پر کمبله را غونډه شوه!

ترهګر دې پوه شي چې دوی د افغان ستر کهول هر غړی له منځه وړي نو دوی د دغه ټول کهول له مجموعي نفرت سره مخيږي او څو ګامه نور جهنم ته ور لنډيږي!

ترهګر غونډ افغان خاندان نه شي محوه کولای, که د دې خاندان پنځه دېرش ميليونه هم قتل عام کړي نو يو پنځه کسه خو به ځنې پاتيږي او چې دا پنځه کسه هم وي نو د ترهګرو اقتدار به خوب و خيال وي!

نور په افغانستان کې د کفر و اسلام تر منځ, د تقابل دروغجنه بهانه او نمايش ختم دی! نور د افغان ولس او پنجابي ترهګرو تر منځ د معرکې ميدان هوار شوی دی او هغه افغان دې بې دليله ومري چې د پنجاب له خوا به, د دې ميدان د وړلو تشويش لري!

موږ دا کور, دا اور او دا نغری هيڅ ترهګر او بېګانه عسکر ته نه پرېږدو! نن خو ايله د رشتيا ډګر ته سره را وتلي يو!

موږ بل هيڅ ځای ته نه ځو او نه مو څوک ايستلای و شرلای شي, بلکې دا خو موږ يو چې د تاريخ پر هر پېچومي مو د افراطيونو ساوې ور سوځولي او له بدو شرمو سره مو شړلي دي! 

دا وطن مو وياړلی کور دی او دا وطن به مو پرتمين ګور وي!!!