تيليفوت وشرنګېد...
پر تخت پرتې ځوانې ښځې سترګې رڼې کړې، د خوب د ګروپ په سره او تته رڼا کې يې ديوالي ساعت ته وکتل، د شپې يوه بجه وه، کوچيني ميز ته ور وښويده، ګوشۍ يې پورته کړه او په خوبولي غږ يې وويل:
_څوک يې؟
غوږ ېې و تخنيد:
_اه ! ګرانې، زه يم.
ښځې يو اوږد ارږمی ويست، ورو يې وپوښتل:
_څنګه يې؟
_ښه يم، ګرانې! ما وبخښه، پوهېدم چې ويده يې، خو څه وکړم، ډيره مې ياديدې.
ښځې خبره ور پرې کړه!
_څه وخت راځې؟
مقابل لوري وويل:
_بس! د طيارې ټکت مې اخيسی دی، د تجارت کارونه دي، که خدای کول، درېيمه به په کور کې يم.
ښځې يو سوړ اسويلی ويست، تندي يې ګونځې پيدا کړې، خوله يې خبرو ته جوړوله چې سړي وار ړومبی کړ:
_اه! ګرانې! پوهيږې چې څومره درپسې خپه يم، اوه ورځې مې نه يې ليدلې، دا زما له پاره ډير وخت دی، اه د زړه سره! ژوند له تا پرته څومره تريخ دی، هو رښتيا! نن مې د سرو زرو يوه ښکلې غاړګۍ درته واخيسته، ډيره قيمتي ده، الماس پکې کار شويدي، ستا له سپينې نرۍ غاړې سره ډيره جوړه ده، يوه بله به درته وکم، ما زموږ راتلونکي ماشوم ته نوم خوښ کړيدی، ښکلی نوم دی، خوښ به دي شي، درته يې ووايم!
ښځه په خبره کې ور ولويده:
_ګرانه! ستا روغتيا ته اندېښمنه شوم، ستړی به يې، ناوخته ده، اوس ارام وکړه، سبا به سره غږيږو.
سړي په خوند وويل:
_دا دوه ساعته لټ په لټه اوړم، خو ستا پاکه او معصومه څيره مې تر سترګو سترګو کيږي، کله ويديدی شم. پوهيږم، ته به هم تر ډيره زما په فکر کې وې، همداسي نه ده؟!
د ښځې شونډې و خوځيدې:
_همداسي ده.
سړي وويل:
_ښه ګرانې، دادی ما ستا په ياد سترګې سره ور ورستې، په دې هيله چې په خوب کې دې ووينم، زما په اړه فکر مه کوه! ښه شپه.
ښځې په بيړه ګوشۍ کېښوده، وروځې يې سره ورغلې، په خشکه يې وويل:
_احمقه!!!
د هغې ترڅنګ پراته ځوان څنګ بدل کړ، پرته له دې چې سترګې رڼې کړې، شونډې يې وخوځيدې:
_څوک و؟
_خاوند مې، ويل يې چې درې ورځې وروسته درځم.
ځوان د هغې تر نرۍ، سپينې غاړې لاس تاو کړ، د ځان خواته يې ړنګه کړه، ورو يې وويل:
_خوا مه بدوه! دوه له خونده ډکې شپې خو لا پاتې دي.