سمسور (شنبه د غوایي ۱۸) اروپایي ټولنې او د امریکا متحده ایالاتونو طالبانو ته په خطاب کې وویل، چې خپل نااعلان شوي پسرلني بریدونه بند کړي.
د اروپايي ټولنې، ناټو، جرمني، فرانسې، ایټالیا، ناروې، برتانیا او د امریکا ځانکړو استازو د یوې ګډې اعلامیې په خپرولو سره له طالبانو غوښتي، چې خپل نااعلان شوي پسرلني بریدونه ودروي.
دا اعلامیه چې پرون ورځ جمعه خپره شوې په کې د ولسي خلکو وژل غندل شوي او د مدني ټولنو استازو، خبریالانو، د بشري حقونو او نورو اغېزناکو اشخاصو د وژلو د بندولو غوښتنه هم شوې ده.
مطلب کې د افغان جګړې له ښکېلو خواوو غوښتل شوي، چې د تشدد د کمولو او یو سیاسي جوړ جاړي ته د رسېدو لپاره جدي اقدامات وکړي.
سرچینه کې همدارنګه د بهرنیو ځواکونو وتلو ته په اشارې سره ویل شوي، چې د افغان امنیتي او دفاعيځواکونو سره به دوامداره مرستې کوي، چې په وینا یې د کورنیو او بهرنیو ګواښونو مقابله وکړي.
اعلامیې کې همداشان د افغان سولې مسئلې کې د ملګرو ملتونو په پراخ رول ټینګار شوی او زیاته کړې یې ده، چې د دې پروسې په هر تړون کې باید د ټولو افغانانو او په ځانګړي ډول د مېرمنو حقونه خوندي وي.
امریکا، ناټو او اروپايي ټولنه داسې مهال په افغانستان کې د جګړې د بندولو خبره کوي، چې د روان میلادي کال د مې میاشتې په لومړۍ نېټه د امریکا او ناټو د ځواکونو د وتلو بهیر پيل شوی دی، چې ښایي دا لړۍ د سپتمبر تر یوولسمې نېټې بشپړ شي.