چارواکي: ځواکونو یې ننګرهار او بغلان ولایتونو کې ۶۷ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله واړوله.

چارواکي: ځواکونو یې ننګرهار او بغلان ولایتونو کې ۶۷ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله واړوله.


  • 3 کاله دمخه (08/05/2021)
  • خالد سهار
  • 1377

سمسور (شنبه د غوایي ۱۸) د ننګرهار ولایت سیمه ییز چارواکي په دې ولایت کې ۳۰ وسله والو طالبانو ته د مرګ ژوبلې اړولو خبر ورکوي.

چارواکي وایي، چې تېره شپه افغان ځواکونو د غه ولایت شېرزادو ولسوالۍ ګندمک، کنده او طوطو سیمو کې هوایي او توپچي بریدونه ترسره کړي.

سرچینه وایي، چې د دغو عملیاتو په ترڅ کې ۱۹ وسله وال طالبان وژل شوي او ۱۱ نور ټپیان شوي دي.

همدا راز د یاد ولایت رسنیز دفتر څخه په خپره شوې خبر پاڼه کې راځي، چې په ورته وخت کې د وسله والو طالبانو له لوري ځای پر ځای شوي نهه کړۍ ماينونه، چې د امنيتي ځواکونو او ملکي وګړو د مرګ ژوبلې په موخه ځای پر شوي وو، د افغان ځواکونو له خوا کشف او له منځه وړل شوي دي.

تر اوسه بیا وسله والو طالبان د دغې ور اوښتې مرګ ژوبلې په هکله تبصره نه ده کړې.

بل لورته بیا د افغانستان د ملي دفاع وزارت وایي، چې ځواکونو یې بغلان ولایت کې د پیل شویو ګډو عملیاتو پر دوام ۳۷ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله واړوله.  

دفاع وزارت وایي، تېره شپه افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د بغلان ولایت بغلان جدید او دهنه غوري ولسوالیو اړوند سیمو کې یو لړ ځانګړي هدفمند عملیات ترسره کړي.

د یاد وزارت څخه په یوه خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي، چې ګډو افغان ځواکونو د هوایي ځواک په مرسته دغو عملیاتو کې ۲۰ وسله وال طالبان وژلي او ۱۲ نورو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.

سرچینه زیاتوي، چې د دغو عملیاتو په ترڅ کې د یادې ډلې زیات شمېر وسلې او مهمات هم له منځه وړل شوي دي.

تردې دمه وسله والو طالبانو د دغو بریدونو په اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

باید یاده شي، چې په دې وروستیو کې د هېواد ګڼ شمېر ولایتونو په بېلا بېلو سیمو کې جګړې په شدت سره روانې دي، چې دواړه ښکېل لوري یې یو او بل ته د درنو مرګ ژوبله ادعاوې کوي.