لغمان کې د ولس له لوري د پوستو چور کول د فیسبوک ګرمه موضوع شوې

لغمان کې د ولس له لوري د پوستو چور کول د فیسبوک ګرمه موضوع شوې


  • 3 کاله دمخه (08/05/2021)
  • سمیر تنویر
  • 1741

له تېرو دوه اوونیو راپه دې خوا د لغمان په علیشنګ او الینګار ولسوالیو کې جګړې تېزي شوي، چې طالبانو د دولت یو شمېر پوستې سقوط کړي، چې سقوط شوې پوستې د عام ولس له لوري چور کړل شوي.

اوس په ټولنیزو رسنیو کې د لغمان د الینګار اوسېدونکو هغه انځورونه ډېر لاس په لاس شوي، چې د دولتي پوستو د چور په حال کې دي.

د ټولنیزو رسنیو یو شمېر کار کوونکو لغمان د امن، ادب او فرهنګ کور ګڼي او د لغماني اوسېدونکو دا چاره په کلکو ټکو غندي.

دوی باور دي، چې لاهم د الینګار د یو شمېر اوسېدونکو په ذهنونو کې د چور پر کلیمه باور پاتې او دا چاره د نویمو لسیزو د افغانستان تصویرونه تازه کوي؛ خو یو شمېر نور بیا ددې ترڅنګ، چې د پوستو چور کوونکي لغماني ګرم بولي؛ مګر د ټولنیزو رسنیو له نورو کارکوونکو غواړي، چې د ګوتو په شمېر خلکو له کبله دې د لغمان تصویر نه بدرنګوي.

باید یاده شي، چې تر دې وړاندې تېر کال په هلمند کې هم یو شمېر پوستې د عامو خلکو له لوري چور شوې وې.