د ملي امنیت عمومي ریاست: کابل کې یې د طالبانو د ترور یوه ډله ونیوله.

د ملي امنیت عمومي ریاست: کابل کې یې د طالبانو د ترور یوه ډله ونیوله.


  • 3 کاله دمخه (10/05/2021)
  • خالد سهار
  • 1393

سمسور (دوشنبه د غویي ۲۰) د ملي امنیت عمومي ریاست وایي، چې په کابل کې یې د طالبانو د "ترور یوه ډله" نیولې ده. 

د یاد ریاست له لوري په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي، چې نیول شوې نهه کسیزې وسله‌والې ډلې په دې ولایت کې د چسپکي ماینونو په ايښودلو، هدفي وژنو او دغه‌شان د دې ښار په ۱۲مه او ۱۹مه ناحیه کې د پولیسو په پوستو د لاسي بمونو د غورځولو په پېښو کې لاس درلود.

د مالوماتو له مخې، چې دغه وسله‌والې ډلې جنګي وسایل او ناچاوده مهمات په لغمان کې د طالبانو له سیمه‌ییزو قوماندانانو ترلاسه کول.

خبر پاڼه کې هداشان راغلي، یادې ډلې پلان درلود چې په کابل ښار کې هدفي وژنې پیل کړي، خو د ملي امنیت د ځانګړو ځواکونو له لوري ونیول شول.

سرچینه کې دا نه‌دي ویل شوي چې یاده ډله د کابل په کوم ځای کې او کله نیول شوې ده.

وسله‌والو طالبانو تر دې مهاله په دې اړه کوم غبرګون نه‌دی

ښودلی.

د وسله والو طالبانو دغه نهه کسیزه ډله داسې مهال نیول کېږي، چې د یو شمېر رسنیو د راپورونو پر بنسټ دغې ډلې د کمکي اختر په لوموړیو درېیو ورځو کې له افغان حکومت سره په رسمي توګه اوربند اعلان کړ.