لغمان کې ۶۶ وسله والو طالبانو ته مرګ واوښته.

لغمان کې ۶۶ وسله والو طالبانو ته مرګ واوښته.


  • 4 مياشتي دمخه (10/05/2021)
  • خالد سهار
  • 315

سمسور (دوشنبه د غوایي ۲۰) د لغمان سیمه ییز چارواکي په دې ولایت کې ۶۶ وسله والو طالبانو ته د مرګ ژوبلې اړولو خبر ورکوي. 

د لغمان په الیشنګ، الینګا او دولت شاه ولسوالیو کې له تېرو څو اونیو راهیسې د افغان ځواکونو چاڼیز عملیات دوام لري.

د ځایي چارواکو په وینا، د یاد ولایت په دولت شاه ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو د ځپلو په موخه د روانو عملیاتو پر دوام د وسله والو طالبانو په څو راټولېدو ځایونو او کمېنونو څلور هوایي بریدونه ترسره شوي، چې پر مهال یې تر اوسه ۴۸ طالبان وژل شوي او ۱۸ نور یې ټپیان شوي دي.

چارواکي دغه راز زیاتوي، چې په دې اړه به وروسته له رسنیو سره بشپړ معلومات شریک شي.

تردې دمه وسله والو طالبانو بیا د دولت دغې ادعا ته غبرګون نه دی ښکاری کړی.