قمر جاوېد باجوه کابل ته په سفر کې له ولسمشر غني او عبدالله عبدالله سره لیدلي.

قمر جاوېد باجوه کابل ته په سفر کې له ولسمشر غني او عبدالله عبدالله سره لیدلي.


  • 3 کاله دمخه (10/05/2021)
  • خالد سهار
  • 1791

سمسور (دوشنبه د غویي ۲۰) د پاکستان د پوځ لوی درستیز جنرال قمر جاوېد باجوه کابل ته په یو نااعلان شوي سفر راغلی او دلته یې د ملي روغې جوړې عالي شورا مشر ډاکټر عبدالله عبدالله او ولسمشر محمد اشرف غني سره پر افغان سوله او بېلو نورو موضوعاتو خبرې کړې دي.

د ملي روغې جوړې عالي شورا له دفتره په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي، چې په دغه کتنه کې عبدالله عبدالله او قمر جاوېد باجوه پر افغان سوله او د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو پر پراختیا بحث او خبرې اترې کړې دي.

د مالوماتو پر بنسټ، په دغه کتنه همداشان باجوه ویلي، چې هېواد یې په دې باور دی چې په افغانستان کې نظامي حل لار شتون نه لري او يوازينۍ لار د خبرو له لارې په ټولګډونه حکومت هوکړه او ټاکنې دي.

بل لورته نوموړي له ولسمشر غني سره هم لیدلي او د افغان سولې سربېره یې په بېلو نورو موضاعاتو خبرې کړې دي.

د ولسمشرۍ ماڼۍ د اعلامیې له مخې، چې په دغه کتنه کې، چې د برتانیې لوی درستیز جنرال سرنیک کارټر هم ګډون درلود، د سولې پروسې، د افغانستان او پاکستان دوه اړخیزه اړیکو، په سولې پروسه کې د پاکستان د رول او په افغانستان کې د تاوتریخوالي ختمولو په اړه بحث او خبرې وشوې.

اعلامیه کې د ولسمشر غني له قوله لیکل شوي، چې د سولې په ټینګښت کې د سیمه ییزو هیوادونو په ځانګړي ډول د پاکستان رول او پر طالبانو د دغه هیواد اغېز ډېر مهم دی او دواړه ګاونډي هیوادونه له متقابل درناوي، ښه ګاونډیتوب او اقتصادي همکارۍ پرته بله لار نه لري.

ولسمشر زیاته کړه، د افغانستان جګړه نظامي حل لار نه لري او د طالبانو ټینګار پر پوځي حل لارې افغانانو ته د منلو نه دی او افغان ولس پر مذاکراتو متکي دی. 

نوموړي، د دواړو هیوادونو ثبات د یوه بل مرتبط وباله او په دغې مسئله کې یې د پاکستان د موثر رول غوښتنه وکړه.

د پاکستان د پوځ لوی درستیز جنرال قمر جاوېد باجوه داسې مهال کابل ته سفر کوي، چې طالبانو او افغان حکومت د راتلونکي کمکي اختر درېیو ورځو لپاره د اوربند اعلان وکړ.