زه څه خپروم؟

زه څه خپروم؟


  • 3 کاله دمخه (16/05/2021)
  • محمد فرید ګلابزی
  • 1378

زه څه خپروم؟

دا هغه پوښتنه ده، چې په دې ليکنه کې به يې ځواب ومومئ! 

کله هم، چې خپله فېسبوک پاڼه پرانيزم؛ نو ډېرو داسې موضوعاتو سره مخ شم، چې په يوه نه يو ډول په موږ سر ګرځوي. هغه وخت، خو يې اغېز لا څو چنده شي، چې د ډېرو خلکو احساسات، حق او حقوق پکې ځپل شوي وي. ډېر داسې کسان هم شته، چې مثبت فکر، خو يې په ليکنه کې پيکه او کمرنګه څه، چې بېخي نه وي. د درېيمې نړۍ په هېوادونو کې بيا دا ستونزه تر نورو هغو څو چنده او خورا ډېره وي. دلته به په هره خبره کې "خو" پيدا کوي. که له بله اړخه د همدې ورځنيو چارو په اړه خوشبين هم واوسو؛ نو نه يواځې د خپل ذهن د ارامښت خښته ږدو؛ بلکې له دې سره په ورته وخت کې نور اذهان هم د رغښت په لور وړو. يواځينۍ ستونزه، چې ځينو خلکو کې شتون لري، دا له کينې ډک چلند دى، ولې له کينې ډک چلند!؟

ځواب يې تر يوه حده دا هم کېداى، چې دا ډول خلک همداسې په همدې کړنو کې لکه د نشه يانو روږدي دي، د دوى څېره، خو لاپرېږده، چې قهرجنه ښکاري، بلکې دا قهر يې په ليکنو کې هم له ورايه څرګندېږي. 

په ټولنيزو شبکو کې بيا داسې مسايل خورا زيات ترسترګو کېږي. د ټول عمر انډيوالي او ملګرتيا به په يوه نه خبره دړې وړې کړي، بده لا دا، چې بيا يې پرضد ليکنې هم کوي. داسې ليکنې خلک له ذهني پلوه ستړي کوي. دلته اړينه دا ده، چې له ځانه وپوښتئ! څه خپروم؟ ولې يې خپروم؟ ګټه يې زما او د ټولنې لپاره څه ده؟ ... دا او نورې پوښتنې ځوابول اړين دي.

له شخصي تجربو يې درته وايم! ډېر کله، خو مې ځينې موضوعات تر دې حده خواشينى کړي، چې ما هم له هغې وراخوا سختو خبرو ليکلو ته ورټېل وهي، خو مخکې له دې، چې زه يې په پار قلم راپورته کړم، ذکر شوې پوښتنې له ځانه پوښتم او بيا پرې غټه تيږه ږدم. 

سمه ده، چې دا کار په ريښتيا هم ستره حوصله او زغم غواړي، خو پايله يې ګټوره وي. 

پوهان وايي، چې په ځينو حالاتو کې چپ/ غلى پاتې کېدل هم ګټور وي.