له اوربند وروسته دواړو لوریو یو ځل بیا د جګړې میدان ته ور دانګلي، چې تېره ورځ افغان حکومت د تعارضي حملو په موخه دکومانډو دځانګړې قطعې زیات شمیر تازه دمي ځواکونه د هوا له لارې کندز ولایت ته ولېږل
له ملي امنیت ۰۳ قطعې څخه په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي، چې دغه ځواکونه به ډېر ژر د نورو دفاعي او امنیتي ځوا کونو سره په ګډه د طالبانو د ځالو له مینځه وړلو په موخه چاڼیز عملیات پیل کړي.
باید یاده شي، چې د دواړو لوریو ترمنځ تېره ورځ جګړې هم رامنځته شوې وې، چې په پایله کې یې ۴۱ طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.