ولسي جرګه: د طالبانو تاوتریخوالی د سولې‌پروسه زیانمنولای شي.

ولسي جرګه: د طالبانو تاوتریخوالی د سولې‌پروسه زیانمنولای شي.


  • 3 کاله دمخه (17/05/2021)
  • خالد سهار
  • 1222

د ولسي جرګې غړي وایي، د طالبانو له لوري د تاوتریخوالي  زیاتېدل د افغان سولې‌پروسه له خنډ او ځنډ سره مخ کولای شي. 

د ولسي جرګې یو شمېر غړو نننۍ غونډه کې د خبرو پر مهال وویل چې د اختر په ورځو کې بشپړ اوربند نه‌و مراعت او په ځینو سیمو کې امنیتي پېښو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله واړوله.

په ورته وخت کې د ولسي جرګې رئیس میر رحمان رحماني د خپلو خبرو پر مهال وویل، چې طالبان باید تاوتریخوالی راکم کړي او په خبره یې اوربند دې وغځوي.

د نوموړي په وینا، د تاوتریخوالي د زیاتېدو په حال کې طالبان د سولې‌پروسه له ځنډ او خنډ سره مخ کوي او د ملکیانو د وژل کېدو لامل کېږي. 

د ولسي جرګې ځینو غړو نیوکه‌وکړه چې د حکومت لخوا هم د سولې لپاره اړین اقدامات او هڅې نه ترسره کېږي، چې دې هر څه بیا د خلکو ژوند ته خطرونه راولاړ کړي دي.