قطر غواړي له افغانستان سره خپله همکاري ډېره کړي

قطر غواړي له افغانستان سره خپله همکاري ډېره کړي


  • 3 کاله دمخه (17/05/2021)
  • نګینه ارشاد
  • 1200

 قطر له افغان حکومت سره د اړیکو او همکاریو د پراختیا په لټه کې دی او غواړي، چې له یاد هېواد سره یې اړیکې غښتلې شي.

کابل کې د قطر سفیر سعد بن مبارک د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر سره کتلي او دواړو لوریو د دوه اړخیزو اړیکو پر پراختیا خبرې کړې دي.

یاده لیدنه کې د قطر سفیر ویلي، چې دوی د باثباته افغانستان غوښتونکي دي او هڅه کوي، چې له یاد هېواد سره په بېلابېلو برخو کې خپلې مرستې ډېرې او همداراز هر اړخیزې اړیکې ورسره پراخې کړي.

د هېواد د بهرنیو چارو وزیر حنیف اتمر هم په یاده لیدنه کې ویلي، چې د قطر او افغانستان ترمنځ اړیکې مهمې دي او دواړه لوري به د اړیکو د پراختیا لپاره نوې هوکړې هم ترسره کوي.

هېره دې نه وي، چې قطر له څه باندې یو کال راهیسې د افغان حکومت او طالبانو د خپل منځي خبرو کوربه توب هم پر غاړه لري.