د شعر په اړه مشهوره خبره ده، چې تر نثر يې تاثير زيات دی ځکه په شعر کې غېر عادي خبرې کېږي/ د عادت خلاف خبرې او انسان هم فطرتاً د عادت خلاف کارونه خوښوي بله دا چې شعر يو مخيل کلام ګڼو د شعر مخيلتوب هم په دغه اغېز کې خپله برخه لري، ځکه که چېرته خيالي نړۍ نه وي موجوده او انسان هغه ځای ته، چې په حقيقت کې لاسرسۍ نه لري په خيالي ډول د خيال په وزرو سفر ونه کړي او د هغو منظرو ننداره ونه کړي، نو د انسان زړه به وچوي.
زما په اند غالب اړخ، چې شعر مؤثر تماموي هغه به د شعر عاطفي خوا وي د شعر په عاطفي اړخ کې شاعر په خپل يا د بل چا په غم او خوشحالي کې نور شريکوي.
چې د انسان د اوښکو رنګ شريک دی
بايد انسان په انسان ودردېږي
شاعر؟
د شعر د موسيقي اغېز هم په دغه برخه کې نه شو هېرولی.
شفيقه خپلواک د لوړ شاعرانه فطرت خاونده شاعره ده. په دې د جمال څښتن فطرتي شاعرانه استعداد لورولی، کله چې په شاعري کې د الهام او رياضت بحث راځي. ويل کېږي د شعر په تخليق کې الهام او رياضت دواړه رول لري، خو هغه شاعري، چې د الهام تله يې درنه وي، هغه شاعر ته د کوه قاف په منظرو کې ګرځېدلې ښاپېرۍ شعر راوړي او دغه شعر په زړونو کې ځای پیدا کوي او تږي ذوقونه خړوبوي.
څوک پيغمبر شي څوک شاعر شي درده
په چا غزل په چا کتاب نازل شي
شفيقه خپلواک هم د کوه قاف زبزبانې ښاپېرۍ ښکل کړې او په دغه ډله کې ولاړه شاعره ده، ځکه يې شعر ډېره خوشبويي لري.
موږ په داسې ټولنه کې ژوند کوو، چې وګړي يې مينه عار او شرم ګڼي په داسې ټولنه کې شفيقه خپلواک په صريحه ژبه او لوړ شاعرانه خيال د نورو خلکو تر څنګ جنګيالی(هغه څوک چې انسان وژنه کوي او مينه يې اصلاً په مذهب کې نشته) رومانټيک ژوند ته رابلي .
جنګياليه !
ليونيه!
ته چې لاس کې دې ټوپک دی
د مرګي بلا ته ناڅې
کله کينې کله پاڅې
مګر هېڅ دې خيال کې نشته
زندګي د سيند په غاړه
معشوقه تر څنګ ولاړه
ننداره د لمرخاته کړئ
په مهينو ښکلولو
تږي ستوني ډنډ اوبه کړئ
موږ چې د دود او بدو کلتورونو په پولادي کلاګانو کې حصار يو د دغسې پیغامونو د نه اغېز او زړه ته نه کوزېدلو يو خنډ به همدا کلاګانې وي، که څه هم په دې وروستيو کې دغه کلاګانې درزداره شوې، خو ړنګې نه شوې او موږ به يې هم له زړه نه د ړنګولو کوښښ نه وي کړی. له بلې خوا دلته مخاطب داسې څوک دی، چې د مينې نوم ورته نوی دی، نه یې دغه نوم اورېدلی او نه يې کله د مینې ژوند محسوس کړی دی ان! ممکن په خوب يې هم نه وي ليدلی. دی ملامت نه دی د نوي شي د پېژندلو لپاره فکر ته اړتيا وي.
ايا دغه کار کومه ګټه لري او لرلې يې ده؟
شعر تقريباً د ژوند ټولو برخو ته شامل دی او خپل اغېز لري، چې په سوله او جنګ کې يې هم يادونه کېږي :
د نړۍ په تاريخ کې لولو، چې په ډېرو جنګونو کې شعر خپل تاثير ښودلی او د جنګ اور يې ګرم کړی، په عربو او يونان کې داسې جګړې ډېرې شته، چې د شعر په ويلو ګټل شوي. شمس الدين مجروح په يوه مقاله کې ليکي:« د شاعرانو سندرو د تورو نه زيات زلمي مرګ ته ورکړي او زيات خلک يې وژلي دي. اهنګر تورې او ده اشعار جوړول، خو د هغه مصنوع د ده د موزون سره مقابله نه شوه کولی.»
په افغان تاريخ کې د ميوند د جګړې په يادې سره مو حتماً د ملالې ټپه ذهن ته تداعي کېږي :
که په ميوند کې شهيد نه شوې
خدای ږو لاليه بې ننګۍ ته دې ساتينه
د مجاهدينو په وخت کې د بغزمينې د دې سندرې بازار ډېر ګرم وه:
وه سربازه یاره خېژه په مورچل باندې
بيا به دې ويده کړمه سيوري د اوربل لاندې
چې تر اوسه يې يادونه کېږي، خو داسې کومه پېښه د تاريخ په حافظه کې نده خوندي شوې، چې د شعر په واسطه دې جګړه په سوله بدله شوي وي. د تېرو څو کلونو رادېخوا هم شاعرانو د سولې لپاره ډېر شعرونه وليکل، خو بيا يې هم د اغېز څرک ونه لګېد.
د دروېش دراني دا بيتونه :
چې بیا نه توره پورته شي نه سر په وينو رنګ شي
باداره دغه جنګ دې د وطن اخيري جنګ شي
که زړونه سره يو کړو او لاسونه سره ورکړو
دا کاڼي به لعلونه شي دا بوټي به لونګ شي
په مکرر ډول تکرار شول، خو اثر يې څه و، لاسونه مو سره ورکړل او زړونه مو سره يو کړل؟. ځواب به منفي وي.
د تاريخ له لوستلو دې نتيجې ته رسېږو، چې شعر د جګړې د ميدان په ګرمولو کې خورا مؤثر تمام شوی او د سولې په راوستو کې يې د اثر هېڅ څرک نه وينو، خو بيا هم د شفيقه خپلواک په څېر شاعران دا هڅه کوي، چې سولې او ژوند ته شعر وليکي. په دې تمه چې مبارزه به يې رنګ راوړي.
زه يوه هيله لرم
حرص د واکمن له سترګو کډه وکړي
د دې وحشي جنګيالي
زړه کې د مينې سرې لمبې شي بلې
ټوپک ته لاس ورنه وړي
مرمۍ ورتېره نه کړي
يو بېنوا انسان
او څو نامرادې هيلې له ستوني ونه نيسي.
شاعره چې ازاد فکر او روڼ اند لري په خپله ټولنه کې د داسې ژوند غوښتونکې ده، چې متمدن هيوادونه يې لري، خو دا سهوه شوې ځکه د متمدن ژوند لپاره متمدنه افکارو ته اړتيا ده، چې دلته نادر پيدا کېږي.
د دې په شاعري کې د ګلانو او د عشق يادونه لوستونکي ته د يو رومانټيک ژوند سترګکونه وهي.
جنګياليه !
ليونيه!
ته د سولې داسې ښار کې بلد نه يې
چې غنم پکې ټوکيږي
هېڅوک وږي نه وېدېږي
ګلان بام باندې غوړېږي
د شاعرې زړه ډاډه وي
او د عشق کتاب خرڅېږي
جنګياليه !
ليونيه!
ته د سولې داسې ښار کې بلد نه يې
چې د شپې خلک ويدېږي
ټوپکونه سرته نه ږدي
کتابونه یې بالښت باندې پراته وي
کتابچه د يادښتونو
کړکۍ ډکه له ګلونو
د شمال غېږ ته پرانيستې
دا چې کله جنګيالي ته د سولې د ښار ژوند انځوروي په ناخواسته ډول د جنګ د ښار انځور هم د سولې د ښار اوسېدونکي ته وړاندې کوي .
د ټوپکونو سر ته نه ايښودل ، څوک وږي نه ويده کېدل او په بازار کې د عشق کتابونه خرڅېدل د سوليز او مينه ناک ژوند سيمبولونه دي. کله کله بيا داسې هم وشي، چې د شاعر د هنري کمزورتيا له امله دغسې شاعري شعاري بڼه واخلي او هنر صدمه وويني، خو شفيقه خپلواک د لوړې شعري قريحې او قوي شاعرانه ژبې څښتنه ده او د داسې هنر پنځګره ده، چې تلپاتې به وي.
زه يوه هيله لرم
چې مين وځي سهار
د معشوقې غېږې ته
ماښام غلبېل غلبېل سينه يونسي
بلکې له تکو سرو ګلونو لمن ډکه یوسي.
په اساطيرو کې لولو، چې شينوالی او سرسبزي د ژوند نښه ده او حيواناتو سره سيله رحمي د عاطفي ، لوړ فکره او انسان دوسته انسانانو کار دی.
زه يوه هيله لرم
زموږ په ځمکو غنم وټوکېږي
پاڼې د هرې خونې کونج کې راشنې
او د مرغيو خوله کې سپينې اوبه
شفيقه خپلواک چې د دې چاپيريال اوسېدونکې ده او په دې پوه شوې، چې دا خلک په زړونو کې مينه نه لري. د دوی په زړونو نفرت حاکميت کوي او دې ته بې مينې ژوند بې مانا ژوند ښکاري، نو ځکه دا هيله کوي .
زه يوه هيله لرم
مينه هوا شي په هر زړه ننوځي
لکه د لمر څرک په تياره ننوځي
دې بې مانا ژوند ته مانا راوړي
جګړه ويده سوله دنيا راوړي
ايا؟ شفيقه خپلواک به په دغه چاره کې کاميابه شي او که د نورو شاعرانو غوندې به ناکامه پاتې شي؟ دا هغه پوښتنه ده، چې وخت به يې ځواب کړي.
درنښت