تېر ۲۴ ساعتونه؛ روغتیا وزارت: هېواد کې ۲۲۱ تنه نور پر کرونا ناروغۍاخته شول.

تېر ۲۴ ساعتونه؛ روغتیا وزارت: هېواد کې ۲۲۱ تنه نور پر کرونا ناروغۍاخته شول.


  • 3 کاله دمخه (17/05/2021)
  • خالد سهار
  • 2059

د عامې روغتیا وزارت په یوه خبر پاڼه کې وایي، چې په تېره شپه او ورځ کې د کرونا ویروس ۲۲۱ نورې مثبتې پېښې ثبت شوې دي.

دغه وزارت وایي، په یاده موده کې له دغې ناروغۍ ۶ تنو خپل ژوند بایللی او همدارنګه ۳۲۳ تنه نور بیا ترې رغېدلي دي.
د سرچنې د مالوماتو له‌مخې، چې دغه‌تازه پېښې د هېواد په کابل، کندهار، هرات، بلخ، ننګرهار، بغلان، فاریاب، هلمند، میدا وردک، بدخشان، کنر، لغمان، خوست او سمنګان ولایتونو کې ثبت شوې دي.
سرچینه کې راځي، چې د دغو مثبتو پېښو په ثبت سره پر دې ناروغۍ د اخته کسانو کُلي شمېر ۶۳ زره او ۸۱۹ تنو ته لوړ شو.
دغه وزارت زیاتوي، چې له دې ډلې تردې مهاله په هېواد کې ۲ زره او ۵۷۱ تنه د دغې ناروغۍ له کبله مړه شوي او همداشان بیا ۵۵ زره او ۹ ناروغان بېرته رغېدلي دي.
باید یاده شي، چې په ټوله نړۍ کې پر دغې ناروغۍ د اخته کسانو ټولټال شمېر ۱۶۳ میلیونه او ۸۷ زرو ته رسېږي.
دغه‌راز د مړه شویو هغه بیا له ۳ میلیونه او ۳۷۹ زرو د اوښتو په حال کې دی.