روانه‌جګړه؛ افغان چارواکي: پر مرکزي بغلان ولسوالۍ د طالبانو برید پر شا وتمبول‌شو.

روانه‌جګړه؛ افغان چارواکي: پر مرکزي بغلان ولسوالۍ د طالبانو برید پر شا وتمبول‌شو.


  • 3 کاله دمخه (18/05/2021)
  • خالد سهار
  • 1367

د ملي دفاع وزارت وايي، پر مرکزي بغلان ولسوالۍ یې د وسله‌والو طالبانو پراخ برید پر شا تمبولی‌دی.

د دغه وزارت د ویاند مرستیال فواد امان رسنیو ته ویلي، چې وسله‌والو طالبانو نن سهار له څلورو اړخونو پر مرکزي بغلان ولسوالۍ برید وکړ، چې د افغان ځواکونو له مقاومت  سره مخ شو. 

نوموړي زیاته کړه، چې د دغې جګړې پر مهال د یو طالب‌قوماندان په ګډون ۲۵ وسله‌وال طالبان وژل شوي او ۱۰ نور ټپیان‌شوي دي. 

له تېرو څو ورځو راهیسې وسله‌والو طالبانو په بغلان ولایت‌کې جګړو ته زور ورکړی، چې ویل کېږي له ځینو سیمو ګڼې کورنۍ هم بېځایه شوي دي. 

د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ په کمکي اختر کې د درې ورځني اوربند تر پای ته رسېدو وروسته له ګڼو ولایتونو د نښتو او بریدونو راپورونه ورکړل شوي دي.

دفاع وزارت همدرانګه د تېرو ۲۴ ساعتونو پر مهال د بغلان ترڅنګ په ننګرهار، زابل، هرات، بادغیس، فاریاب، بلخ او هلمند ولایتونو کې د ۱۴۳ وسله‌والو طالبانو د وژل‌کېدو او ۶۶ نورو د ټپي‌کېدو خبر هم ورکړی دی. 

خو یادې ډلې بیا تردې‌دمه د دغه تازه نښتو او د دفاع‌وزارت له لوري هغوی ته د اوښتې مرګ‌ژوبلې په هکله غبرګون نه‌دی څرګند کړی.