هلمند کې هوایي‌ځواک د طالبانو د سرې قطعې‌ مهم‌قومندان او شپږ نورو غړي یې وژلي.

هلمند کې هوایي‌ځواک د طالبانو د سرې قطعې‌ مهم‌قومندان او شپږ نورو غړي یې وژلي.


  • 1 کال دمخه (19/05/2021)
  • خالد سهار
  • 1122

هلمند ولایت‌کې ۲۱۵ میوند قول اردو ادعا کوي، چې تېره‌شپه افغان هوايي‌ځواک د لښکرګاه په بولان سیمه کې پر طالبانو هوايي برید ترسره کړی، چې پر مهال یې د وسله‌والو طالبانو د سرې قطعې‌ قومندان حاجي لالا او شپږ نورو طالبانو وژل‌شوي.

بل لورته بیا د لغمان ولایت چارواکي‌وایي، افغان هوایي ځواکونو د دغه ولایت‌ په‌الیشنګ ولسوالۍ سالو سیمه کې بریدونه ترسره کړي، چې پر مهال یې ۱۲ وسله وال طالبان وژل شوي. 

سرچینه همدارنګه زیاتوي، چې په ورته وخت کې د دوی‌مهم پټنځايونه هم له‌منځه وړل شوي. 

د لغمان چارواکو همدشان په دغه ولایت کې د ورته نورو بریدونو د پیل خبر هم ورکړ.

تردې دمه وسله‌والو طالبانو بیا د دولت د دغې ادعا په اړه غبرګون‌نه‌دی څرګند کړی.