غواړم په همدې موضوع باندې خپلې خبرې وکړم، خو پيل يې له دې کوو، چې عملي ژورنالېزم څه ته وايي؟
موږ په اکثره علومو کې دوه اړخه لرو، چې يو يې عملي اړخ او بل يې تيوريکي يا نظري اړخ دى. موږ هغه وخت د ژورنالېزم په عملي ډکر کې لا ځلېدلاى شو، چې موږ يې په اړه نظري زده کړې کړې اوسي، خو که چېرې د ژورنالېزم په عملي ډګر کې کار کوو او په اړه يې تيوريکي زده کړې ونه لرو، زموږ کارونه به په ډېرو برخو کې له ستونزو سره مل وي.
همدې اړتيا ته په پام سره موږ ويلاى شو، چې له رسنيو سره د ژورنالېزم له اصولو سره سم کار کولو ته عملي ژورنالېزم وايي.
که يو کس د ژورنالېزم په ډګر کې نظري زده کړې وکړي او په عملي برخه کې يې کار نه وي کړى، دوى ته يواځې له ژورنالېزم فارغ ويل کېږي، نه يو مسلکي کس. دا ځکه، چې له تيوريکي اړخ سره، سره عملي هغه هم اړين دى، چې دا پخپله د عملي ژورنالېزم په اړتيا او ارزښت باندې دلالت کوي. له ژورنالېزم پوهنځي څخه هر کال په لس ګونو زده کړيالان فارغېږي، دوى په نظري برخه کې ډېر څه ترلاسه کړي، خو دا په دې معنى نه ده، چې په عملي برخه کې به هم همدومره تکړه وي؛ بلکې په عملي ډګر کې له خورا ستونزو سره مخ کېږي. په عملي ډګر کې له مايک او کمرې سره کتابچه په لاس خبريال ساحې ته ځي، چې تر دې وړاندې نه وي تللى او نه له داسې حالت سره مخ شوى وي.
دوى ښايي په لومړيو وختونو کې ډېر سخت حالات تجربه کړي، خو د وخت په تېرېدو سره يې ستونزې لږ لږ کمېږي او په زيار او کوښښ سره په خپل مسلک کې له ورځې بلې ته ځلېږي.
همداراز د عملي ژورنالېزم په اصولو کې ويلاى شو، چې تاسو بايد په ساحه کې له چارواکو، مسٶلينو او عوامو سره مسلکي چلند وکړئ. په دې معنى، چې هم به ځان او هم به خپل مسلک او رسنۍ ته ژمن پاتې کېږئ او که خداى مه کړه، تاسو د يوه ژورنالېست په څېر خپل مسلک ته ژمن پاتې نه شئ، نه يواځې خپل حيثيت ته زيان رسوئ؛ بلکې د خپلې رسنۍ شخصيت هم ځپلى او خرابولى شئ؛ نو کله، چې تاسو د ژورنالېزم په عملي ډګر کې کار کوئ، هڅه مو بايد دا وي، چې ځان او رسنۍ ته يو ريښتنى نوم وګټئ!
دغه شان په عملي ژورنالېزم کې اړينه ده، چې تاسو له حالاتو سره سم مخ ته لاړ شئ! ښايي په عملي ډګر کې تاسو داسې څه پيدا نکړئ، چې په نظري برخه کې مو لوستي وي.
که تاسو د عملي ژورنالېزم په ډګر کې له راډيو سره کار کوئ؛ نو د خپل غږ د پوخوالي لپاره بايد ډېر کار وکړئ، دا، چې څنګه کولاى شو، چې خپل غږ پوخ کړو؟ په ځواب کې يې ويلاى شو، چې تاسو بايد ډېرې ثبتي خپرونې جوړې کړئ، بېلابېل مطالب ثبت کړئ او ديکلومې وکړئ!
همداراز ستاسو خپرونې بايد په روانه او ساده ژبه واوسي، ځکه ستاسو کار د پيغام لېږدول دي، پيغام هغه وخت په ښه شان سره لېږدولاى شئ، چې په ساده او روانه ژبه واوسي. په دې پار بايد خپله مطالعه ډېره کړئ. څومره، چې تاسو خپله مطالعه کې ډېروالى راولئ؛ نو هومره ښې او روانې خبرې کولاى شئ، په دې برخه کې ادبي مطالعې ته لومړيتوب ورکړئ؛ تر څو د ژبې په باريکيو لا ښه وپوهېږئ!
له دې وراخوا تاسو هغه وخت په عملي راپور ليکنه کې ښه ځلېداى شئ، چې د نورو رسنيو له څارنې سره، سره په ورته وخت کې له بېلابېلو مسٶلو ادارو سره ښې اړيکې ولرئ؛ تر څو له اړينو ورځنيو مسايلو مو په وخت خبر کاندي.
په پايله کې ويلاى شو، چې عملي ژورنالېزم کې هغه وخت ښه کار کولاى شئ، چې نظري برخه کې ستونزې ونه لرئ. د عملي ژورنالېزم ارزښت دى، چې خبريال پکې له تيوريکي زده کړو سربېره له خپلو تجاربو او هنر څخه کار اخلي. هغه وخت تاسو په عملي ژورنالېزم کې پرمختګ کولاى شئ، چې خپلې چارې په مسلکي توګه مخ ته يوسئ! څومره، چې تاسو ساده غږېږئ؛ نو هومره په ښه شان سره پيغام مخاطب ته لېږدولاى شئ.