زلمی خلیلزاد: سوله او جګړه یو ځای نه کیږي؛ طالبان دې یو انتخاب وکړي.

زلمی خلیلزاد: سوله او جګړه یو ځای نه کیږي؛ طالبان دې یو انتخاب وکړي.


  • 3 کاله دمخه (20/05/2021)
  • نګینه ارشاد
  • 1315

د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي له شپېګل الماني مجلې سره په مرکه کې ویلي، چې طالبانو په دې وروستیو کې پو افغان ځواکونو جګړې ډېرې کړي او دا ډاله باید وپوهیږي، چې جګړه او سوله یو ځای نه کیږي.

نوموړي همداشان ټینګار کړی، چې طالبان دې د خبرو میز ته کیني او د سولې مذاکرات دې چټک کړي.

خلیلزاد د افغان سولې لپاره د استانبول کنفرانس هم مهم بللی او زیاته کړې یې ده، چې یاد کنفرانس د طالبانو لپاره یو ښه فرصت دی، ترڅو ځان افغان سوله کې ریښتیني وښیي.

باید یاده شي چې خلیلزاد پر افغان سیاسونو هم نیوکه کړې او ویلي یې دي، چې که افغان سیاسیون سره یو نشي، نو احتمال شته، چې افغانستان نویمو کلونو ته ور وګرځي.