لښکرګاه کې ماین چاودنې یوولس ملکیانو ته مرګ ژوبله واړوله.

لښکرګاه کې ماین چاودنې یوولس ملکیانو ته مرګ ژوبله واړوله.


  • 3 کاله دمخه (20/05/2021)
  • خالد سهار
  • 1209

د هلمند ولایت سیمه ییزو سرچینو ویلي، نن سهار د هلمند مرکز لښکرګاه ښار اړوند بشران سیمه کې د ملکي وګړو پر موټر د سړک غاړې ځای پر ځای شوي ماین چاودنه کړې.

د سرچینو په خبره، یاده چاودنه کې نهه ملکیان وژل شوي او دوه نور ټپیان شوي دي، چې په‌کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.

په ورته وخت کې یوه امنیتي سرچینه وایي، د سړک غاړې ماین چاودنه د هغه کورنۍ پر موټر شوې، چې د جګړو له کبله د نادعلي ولسوالۍ د ناقلآباد سيمې څخه مرکز لښکرګاه ښار ته پر لاره وو.

د هلمند د والي ویاند، عمر ځواک هم یاده پېښه مني او وایي، چې دغه کسان د یوې کورنۍ غړي دي.

ځواک همدارنګه زیاتوي، ماین تازه د وسله‌والو له خوا ښخ شوی وو.

خو وسله‌والو طالبانو تر اوسه بیا په دې اړه څه نه دي ویلي.