د پاکستان سوپر لیګ، چې د ۱۴ لوبو وروسته د کرونا له امله ځنډیدلی وه، پاتې ۲۰ لوبې به یې په ابوظبۍ کې ترسره شي. دغه خبر د اماراتو هېواد پرون د پاکستان کرکټ بورډ ته په دې شرط ورکړ، چې ټول لوبغاړو به د کرونا ټیسټونه کړي وي.
ددغه لیګ پاتې لوبې د جون میاشتې په لومړۍ نېټه شروع کېږي او د همدې میاشتې تر شلمې نېټې پورې دوام کوي.
په دغه لیګ کې پنځه افغان لوبغاړي محمدنبي عیسی خېل، راشدخان ارمان، قیس احمد، نوراحمد لکڼوال او مجیب ځدران اخیستل شوي وه او ولوبېدل.
اوس په دې لیګ کې راشد، نبي او مجیب د نه لوبېدو پرېکړه کړې، خو نوراحمد لکڼوال او قیس احمد به پکې ولوبیږي. څو ورځې وړاندې یې بیا دوه نور افغان لوبغاړي رحمن الله ګربز ملتان سلطان او نجیب ځدران بیا کراچۍ کینګز لوبډلې واخیستل.