مک‌کینزي: افغانستان کې له ترورېزم سره د مبارزې وړاندیز پنټاګون ته سپاري.

مک‌کینزي: افغانستان کې له ترورېزم سره د مبارزې وړاندیز پنټاګون ته سپاري.


  • 3 کاله دمخه (20/05/2021)
  • خالد سهار
  • 1258

د امریکا د پوځ د مرکزي قوماندانۍ مشر جنرال فرانک مک‌کینزي وايي، چې له‌افغانستان‌څخه‌د بهرنیو ځواکونو له‌وتلو وروسته په دغه‌هېواد کې د تروریستي‌ډلو د څارنې او پر ضد یې د مبارزې‌د څرنګوالي‌په اړه خپل‌وړاندیز د امریکا دفاع‌وزیر ته‌سپاري.

ښاغلي مک‌کینزي تېره ورځ منځني ختیځ‌ته د خپل‌سفر پر مهال‌خبریالانو ته وویل، چې د افغانستان د ګاونډیو هېوادونو په‌هوايي حریم کې د متحده ایالاتو د جنګي طیارو د الوتنې د حق او په یو شمېر دغو هېوادونو کې د امریکايي ځواکونو د مېشتېدو په تړاو د واشنګټن مذاکرات دوام لري، خو د دغه امریکايي په باور چې دا مذاکرات زیات وخت ته اړتیا لري.

مک‌کنیزي همدغه‌راز ټینګار وکړ که امریکا په دې برخه کې هوکړې ته ورسېږي او یا په افغانستان کې امنیتي وضعیت بدلون ومومي له افغان‌ځواکونو سره د امریکا په مرستو کې به هم بدلون راشي.

ښاغلي مک‌کینزي د امریکا دفاع وزیر لوېډ استین‌ته د خپلو وړاندیزونو په اړه جزئیات‌ورنکړل‌خو ویې ویل، چې ښاغلي استین ته‌به د افغانستان په‌هوايي‌حریم کې د کشفي ږ‌طیارو د منظمو الوتونو د لګښتونو اټکل وړاندې‌کړي.

هغه زیاته کړه چې دا الوتنې به له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو له وتلو وروسته په دغه هېواد کې د تروریستي ډلو له‌فعالیتونو‌ څخه د څارنې لپاره ترسره شي.

د امریکا دغه لوړپوړي پوځي‌چارواکي د افغان‌امنیتي او دفاعي‌ځواکونو د وړتیاو په اړه وویل چې له‌افغانستانه د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته د دې‌وخت رارسېدلی، چې افغان پوځ په خپلو پښو ودرېږي او وښيي چې په یوازې سر د جګړې‌وړتیا لري. 

بل لورته امریکا وایي، که تاوتریخوالی کم نه‌شي، موږ به هم ډېر ښکېل پاتې شو. 

راس ویلسن تېره ورځ له فرانس پرس خبري اژانس سره په یوه تازه مرکه کې وویل، چې د امریکا او طالبانو ترمنځ تر هوکړې وروسته نامعلوم وسله وال بریدونه او نښتې ډېرې شوې دي خو په وینا یې په دې تاوتریخوالي کې تر ډېره وسله وال طالبان ښکېل دي.

هغه د خپلو خبرو پر دوام ویلي چې په افغانستان کې روان تاوتریخوالی نه دوی او نه هم نړیوالې ټولنې ته د منلو وړ دی او که چېرته وضعیت همداسې دوام وکړي نو دوی به هم په دغه هېواد کې ډېر ښکېل پاتې شي.