دامریکا دبهرنیو چارو وزیر آنتونی بلینکن له خپل ترکي سیال مولود چاووش اوغلو سره دافغانستان په اړه خبرې کړي دي، دامریکا دبهرنیو چارو وزارت ویلي، چې دخبرو یو محوري موضوع دافغانستان مسئله وه.
دیاد وزارت ویاندې ندا پرایس ویلي، چې دواړو لوریو په افغانستان او سوریه کې په خپلو مشترکو ګټو خبرې کړي دي، دیادو خبرو په اړه نور جزیات نه دي خپاره شوي.
یادې خبرې په داسې مهال ترسره کېږي، چې ټاکل شوې وه، ترکیه دتېرې اپریل میاشتې 24 تمه نېټه دافغان سولې په اړه دناستې کوربتوب وکړي، مګر یاده ناسته وځنډول شوه.