افغان ځواکونو د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د طالبانو پر وړاندې عملیات ترسره کړي، چې په نتیجه کې یې ۹۲ طالبان وژلي، ۴۸ ټپیان کړي او ۲ نور ژوندي نیولي دي.
له ملي دفاع وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې یاد عملیات د هېواد په ۸ ولایتونو کې ترسره شوي.
د سرچینې په خبره یادو عملیاتو کې د طالبانو ۳۴ کړۍ ماینونه هم له منځه وړل شوي دي.
ملي دفاع وزارت په داسې حال کې د ۹۲ طالبانو د وژلو خبر ورکوي، چې تېره ورځ طالبانو د لغمان ولایت دولت شاه او د میدان وردګو ولایت جلرېز ولسوالۍ له سقوط سره مخ کړې.